شاته

د اسرائیل پوځ په سوریې کې نظامي تاسیسات ویشتي دي

د اسرائیل پوځ په سیمه ایز وخت چارشنبه اکتوبر ۲۵ (لړم ۳) ویلي چې په سوریه کې دننه د دې هیواد نظامي تاسیسات یې پر اسرائیل د هاوان توغندیو واریدو په غبرګون کې ویشتي دي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویلي چې جنګي جیټ الوتکو یې په سوریه کې نظامي تاسیسات او هاوان لانچرونه ویشتي دي چې د سه شنبې په ورځ ترې پر اسرائیل توغندي وار شوي و.

په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا پر اسرائیل دا توغندي د سوریې پوځ که هغو ملیشو وار کړي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

د اسرائیل پوځ یو ویاند د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دا اهداف په سوریه کې دننه و خو د زیان او مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي ویلي.

دسوریې پوځ تر اوسه ددې بریدونو په هکله څه ندي ویلي.

په سوریه کې په نظامي اهدافو دا بریدونه داسې مهال کیږي چې د متحده ایالاتو په ګډون غربي هیوادونو اندیښنه څرګنده کړې چې د اسرائیل – حماس تر منځ روانه جګړه ښایي د منځني ختیځ نورو هیوادونو ته هم خپره شي.

دا جګړه وروسته تر هغه پیل شوه چې د حماس وسله والو د روانې اکټوبر میاشتې ۷ مې پر اسرائیل ناڅاپه برید وکړ او څه باندې ۱۴ سوه کسان یې ووژل او په ځواب کې اسرائیل په غزې هوایي بمبارۍ وکړلې چې د غزې عامې رغتیا چارواکو پر وینا پکې ۵۷۹۱ تنه وژل شويدي چې ډیری یې عام خلک دي.

اسرائیل د همدې تیرې یکشنبې په ورځ هم په سوریه کې دوه هوایي ډګرونه په نښه کړل چې د سوریې د چارواکو پر وینا په دواړو هوایي ډګرونو کې د خدماتو بندیدو سبب شول.

په سوریې د اسرائیل دې بریدونو څخه یوه ورځ وړاندې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د سعودي عربستان د ولیعهد او صدراعظم محمد بن سلمان سره د منځني ختیځ د امنیتي‌ وضعیت په اړه تلیفوني خبرې وکړلې.

د دې خبرو په هکله د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي: "ولسمشر [بایډن] ټینګار وکړ چې د امریکا متحده ایالات د خپلو هغو متحدینو د دفاع بشپړ ملاتړ کوي چې د دولتي یا غیر دولتي عناصرو له لورې د تروریستي ګواښونو سره مخامخ دي."

له دې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر لوید استن د اسرائیل-حماس ترمنځ د جګړې په ترڅ کې په منځني ختيځ کې د کړکیچ د هر ډول زیاتېدو په ضد په داسې حال کې خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د ایران د ملاتړ لرونکو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم د دوشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په اسرائیل د حماس برید راپدیخوا په عراق او سوریې کې په امریکایي ځواکونو د هغو ملیشو لخوا د توغندیو بریدونه ډیر شوي چې ایران یې تر شا ولاړ دي.

ښاغلي کربي وویل چې متحده ایالات ډیره اندیښنه لري چې ښایي دا ډول بریدونه په راتلونکو څو ورځو کې لا ډیرې شي.

د ښاغلي کربي د څرګندونو څخه وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو هم په سیمه کې د تشدد ډیریدو په هکله اندیښنه څرګنده کړې وه.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت [پنټاګان] چارواکي وايي د اسرائیلحماس تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو د هغو ملیشو د ډرون الوتکو بریدونه ډیر شوي چې ایران یې ملاتړ کوي.

که له یوې خوا پر غزې د اسرائیل هوایي بریدونه ډیر شوي او اسرائیلي ځواکونه دیته تیاری نیسي چې په غزې د ځمکې د لارې یرغل وکړي، په عین حال کې امریکایي چارواکي وایي په عراق او سوریه کې امریکایي ځواکونو ته ګواښونه ډیر شوي.

پنټاګان همدارنګه ددې جګړې د پیل څخه سمدستي وروسته سیمې ته دوه الوتکې وړونکې کښتۍ واستولي تر څو له یوې خوا اسرائیل سره خپل ملاتړ څرګند کړي او لې بلې خوا هغه هیوادونه وډاروي چې ښایي پدې شخړې کې راګډ شي.

امریکایي چارواکي وایي تیرې یوې اوونۍ کې په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو د ډرون الوتکو پنځه بریدونه شوي چې په ځینو بریدونو کې یو شمیر کسان برسیرن ټپي شوي او نظامي اډو ته یې هم څه نا څه زیان رسولی.

د متحده ایالاتو یو جګپوړي نظامي چارواکي خبریالانو ته ویلي چې په ټولې سیمې کې د تشدد ډیریدو خطر د پام وړ توګه ډیر شوی چې امریکایي ځواکونو ته ګواښونه هم پکې شامل دي

فورم \ دبحث خونه