شاته

دیني عالمان: د پولیو واکسین 'حرام' نه دی

د ګوزڼ یا پولیو واکسین د تطبیق په لاره کې یو خنډ ددغه واکسین د ترکیب په اړه هغه ناسم پوهاوی ښودل کیږي چې ګنې په جوړولو کې یې داسې مواد کارول کیږي چې په اسلام کې حرام ګڼل کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د خولې له لارې تطبیق کېدونکي د ګوزڼ ضد واکسین د جوړولو پړاونه بیان کړي او ویلي یې دي چې د دې واکسین په ترکیب کې هیڅ داسې مواد نه کارول کیږي چې مسلمانان یې حرام بولي، په ځانګړي ډول هغه مواد چې سرچینه یې خنزیر وي.

په نړۍ کې د پوليو خلاف د مبارزې تر ټولو ستر پروګرام، "د پوليو د له منځه وړلو نړيوال نوښت"، هم د ګوزڼ د واکسين په حلال والي ټينګار کړی او ویلي یې دي چې د مصر د الازهر جامعې د شيخ طنطاوي په ګډون د عربستان، اندونیزیا او نورې اسلامي نړۍ علماوو او سترو اسلامي بنسټونو دغه واکسین حلال بللی دی.

د امریکا د ویرجینیا ایالت د دارالهجره جومات خطیب نعیم بیګ وايي چې د پولیو واکسین په ترکیب کې هیڅ ډول حرامه ماده نه کارول کیږي او والدین باید خپلو ماشومانو ته دغه واکسین تطبیق کړي.

هغه وویل: "د اولاد لرل د الله تعالى له لوري يو نعمت دى، او د اولاد پالنه پر مور او پلار فرض ده، مسلمان مور او پلار بايد د خپلو اولادونو روغتيا او تعليم ته پام وکړي او هر هغه درمل او واکسین ورکړل شي چې ماشوم له ناروغۍ څخه ساتي. دا د مور او پلار په توګه ستاسو د مسؤلیت برخه ده."

له "پولیو څخه د پاک افغانستان" بنسټ هم په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې د اسلامي نړۍ ګڼو علماوو د پولیو واکسین د حلال والي په اړه فتوا صادره کړې او له همدې امله د سعودي عربستان په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو د حج د فریضې له ادا کولو وړاندې پر خلکو باندې د پولیو واکسین تطبیق لازمي ګڼلی دی.

د پولیو د واکسین ترکیب

دا چې د پولیو یا ګوزڼ واکسین له کومو موادو جوړ شوی، د متحده ایالاتو د کلیفورنیا په نارت بې روغتون کې د داخلي درملو متخصص عنایت الله نیازی وایی: "د پولیو واکسین دوه ډوله دی، چې یو یې ژوندی واکسین دی، چې د پولیو ویروس کمزورې بڼه ده او دا ډول واکسین اوس هم په افغانستان، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو کې کارول کیږي، او د خولې له لارې د څاڅکو په بڼه ورکول کیږي. د ویروس دا کمزوری بڼه د ناروغۍ لامل نه کیږي، مګر بدن ته د پولیو یا ګوزڼ په وړاندې مقاومت ورکوي."

پاکستان او افغانستان دوه هغه هېوادونه دي چې دا ویروس لا هم په کې له منځه ندی تللی. په دغو دوو هېوادونو کې د پولیو پر ضد د مبارزې په وړاندې یو عمده خنډ د پولیو د واکسین په اړه په سهوه او یا قصدي توګه د ناسمو معلوماتو خپرېدل ښودل شوی دی.

امام نعیم بیګ په دې اړه وايي: "الله سبحان وتعالی په سورت حجرات کې فرمایلي دي چې کله تاسو یو خبر واوری نو د هغه د اعتبار په اړه پلټنه وکړئ ترڅو د ناسم خبر له خپرېدو مخنیوی وکړئ. پس که څوک تاسو ته ووايي چې دا درمل یا واکسین حرام دی، تاسو باید یوازې د دې خبر په اوریدلو سره خپله پریکړه بدله نه کړئ. د مثال په توګه، که زه د اودس یا لمانځه په اړه یوه فقهي پوښتنه ولرم، یو امام ته مراجعه کوم، مګر که طبي مشورې ته اړتیا ولرم، ډاکټر ته ځم."

طبي کارپوهان هم د پوليو د واکسين د تطبيق له امله په ماشومانو کې د نس ناستي د پیدا کېدو اوازې ردوي او ټينګار کوي، چې دا واکسين د ماشومانو د دايمي فلج د مخنيوي يوازنۍ لار ده.

فورم \ دبحث خونه