شاته

اردوغان: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غزې کړکیچ ژور کړی  

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ (لړم دویمه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تورنه کړه چې «اسرائیل ته یې ځان ټیټ کړی او په غزې کې یې کړکیچ زیات» کړی دی.

اردوغان چې د فلسطینیانو د ارمانونو کلکه ننګه کوي، د حماس او اسرائیل ترمنځ د تازه جګړې په لومړیو ورځو کې له دواړو خواو غوښتي وو چې له زغم څخه کار واخلي، خو د الاهلي په روغتون باندې له برید وروسته یې غږ اوچت کړی دی. په دغه روغتون باندې په برید کې څه باندې ۵۰۰ کسان ووژل شول.

اردوغان د ملګرو ملتونو د تاسیس د ۷۸م کال په مناسبت په یوې اعلامیې کې ویلي: «نړیواله ټولنه د ولسي خلکو په ضد د اسرائیل د خپلسرو او غیرقانوني بریدونو په اړه اقدام نکوي.»

هغه ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د « دې په ځای چې وینې تویدل بند کړي، عاجل اوربند تضمین او د ولسي خلکو د تلفاتو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي، په یو اړخیز ډول دا بحران لا ژور» کوي.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې ناببره بریدونه وکړل، اسرائیلي مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ اسرائلیان وژل شوي او ۲۲ تنه نور یرغمل نیول شوي دي.

اسرائیل هم د دغو بریدونو په ځواب کې په غزې باندې هوايي بریدونه پيل کړل او په غزې کې د مقاماتو په وینا تر دې دمه په دغو بریدونو کې شاوخوا ۵۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

اردوغان دغه تازه څرګندونې د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره له تیلیفوني مکالمې وروسته کړې دي.

نوموړي ویلي دي چې د امنیت شورا د «غزې د اوسېدونکو د ډله ایز مجازات ننداره کوي او د ملګرو ملتونو کار،‌ چې له فلسطیني کډوالو سره مرسته یې مسولیت دی، فلج کړی» دی.

تر دې مخکې د قطر امیر وویل چې د اسرائیل ملاتړو له حماس سره په جګړې کې اسرائیل ته د «د وژلوازاد جواز» ورکړی.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني وویل: «دا د منلو نه دي چې اسرائیل ته له قید او شرط پرته شین څراغ وښودل شي او د وژنو لپاره ورته ازاد جواز ورکړل شي. همدغه راز د اشغال واقعیت له پامه غورځول، محاصره او د ښارګوټو جوړول هم د منلو نه دي.»

قطر د متحدو ایالتونو ملګری دی او د امریکا د پوځ یوه اډه هم هلته شته، همدغه راز دا هېواد د حماس ډلې د سیاسي دفتر کوربه هم دی.

فورم \ دبحث خونه