شاته

بایډن د عربستان له ولیعهد سره د منځني ختیځ د امنیت په اړه خبرې کړي

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ (لړم دوهمه) د سعودي عربستان د ولیعهد او صدراعظم محمد بن سلمان سره د منځني ختیځ د امنیتي‌ وضعیت په اړه تلیفوني خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې بایډن په سیمه کې د امریکا د هغو متحدینو پر ملاتړ ټینګار کړی چې له ترهګریزو ګواښونو سره مخامخ دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "ولسمشر [بایډن] ټینګار وکړ چې د امریکا متحده ایالات د خپلو هغو متحدینو د دفاع بشپړ ملاتړ کوي چې د دولتي یا غیر دولتي عناصرو له لورې د تروریستي ګواښونو سره مخامخ دي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو مشرانو پر داسې دیپلوماتیکو او پوځي اقداماتو هم خبرې وکړې چې په سیمه کې هېوادونه او ډلې د اسرائیل او حماس تر منځ د روان بحران د پراخولو له هڅو څخه منع کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "دواړو مشرانو موافقه وکړه چې په سیمه کې د ثبات د ساتلو او د جګړې د پراخیدو د مخنیوي لپاره پراخې ډیپلوماتیکې هڅې تعقیب کړي."

له دې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر لوید استن د اسرائیل-حماس ترمنځ د جګړې په ترڅ کې په منځني ختيځ کې د کړکیچ د هر ډول زیاتېدو په ضد په داسې حال کې خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د ایران د ملاتړ لرونکو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

اسرائیل د روانې اکتوبر میاشتې په اوومه د حماس د وسله والو د ناببره برید وروسته چې شاوخوا ۱۴۰۰ کسان پکې ووژل شول، د حماس تر واک لاندې غزې تړانګې باندې هوايي بریدونه پیل کړل. امریکا ټینګار کړی چې د اسرائیل د ملاتړ دپاره به هیڅ ډول مرسته و نه سپموي.

په سیمه کې د ایران له ملاتړه برخمنو وسله والو ډلو ګواښ کړی، چې د اسرائیل د ملاتړ له کبله به په عراق او نورو سیمو کې د امریکا په ګټو بریدونه وکړي.

په داسې حال کې چې په غزه کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې ښودل شوي، سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر بایډن او محمد بن سلمان غزې ته د مصر څخه د بشري مرستو د رسولو هرکلی کړی او د ملکي خلکو لپاره یې د خوړو، درملو او نورو اړینو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

اسرئیل ته د بایډن د تیرې اونۍ د سفر په ترڅ کې موافقه وشوه چې د مصر د رفح پولې له لارې غزې ته د اړینو بشري مرستو رسېدو ته اجازه ورکړل شي.

د سه شنبې په تلیفوني تماس کې، ولسمشر بایډن او د عربستان ولیعهد موافقه وکړه چې د حماس او اسرئیل تر منځ د روان کړکیچ د ارامېدو سره، ریاض او واشنګټن د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د تلپاتې سولې دپاره ګډو هلوځلو ته دوام ورکړي.

فورم \ دبحث خونه