یونیسف: تیره میاشت شپږ میلیون څخه زیاتو افغانانو ته خواړه او روغتیايي خدمتونه برابر شوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانود ملاتړ اداره یونیسف په یو راپور کې، چې د سه شنبې په ورځ اکتوبر۲۴(لړم دوییم) یې خپور کړی ویلي، چې د ملګرو ملتونو ادارو د روان کال د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې له شپږ میلیون څخه زیاتو افغانانو ته روغتیايي خدمتونه او خواړه برابر کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې د راپور له مخې په روغتیايي مرکزونو کې خلکو ته د برابرو شویو روغتیايي خدمتونو له نیمايي څخه زیات یې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومانو ته برابر شوي دي.
په دې راپور کې ویل شوي دي د سپټمبر په میاشت کې یونیسف د ۲۳۹۷ ثابتو روغتیايي مرکزونو له لارې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
یونیسف اوس په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې ۳۲۰۰ مرکزونوڅخه ملاتړ کوي چې د تیر سپټمبر په میاشت کې ددغو مرکزونو له لارې ۱.۱ میلیونو ماشومان د خوارځواکۍ د تشخیص لپاره معاینه شوي دي.
همداشان په دغه موده کې ۶۰۶ زره ماشومان چې ۵۷ فیصده یې نجونې وې په دغو مرکزونو کې په سختې خوارځواکۍ د اخته کیدو له امله تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
په دې راپور کې ویل شوي:" په مجموعي ډول د روان کال له پیل څخه د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ۵۴۷ زره او ۳۸۸ ماشومان د سختې خوارځواکۍ د ناروغۍ د درملنې لپاره بستري شوي دي ، چې دا د یونیسف او د شریکانو د ټاکل شوي هدف ۶۳ فیصده ترلاسه کول ښيي".
یونیسف ویلي، چې ددغه شمیر سربیره ۲۱ ګرځنډه ټیمونه هم په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د پیژندلو لپاره په لیرو پرتو سیمو کې نږدې ۲۴ زره ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
همداشان د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې د سپټمبر په میاشت کې اته زره او ۲۰۵ ماشومان د شري ناروغۍ په وړاندې هم واکسین شوي او ۱۱۱ زره او ۷۷۱ ماشومانو ته د (Pentavalent) په نوم ترکیبې واکسین تطبیق شوی دی.
ددغه راپور له مخې د سپټمبر په میاشت کې ۲۶۴ زره کسانو ته د کرونا وبا پر وړاندې واکسین هم تطبیق شوی دی.
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي، چې ددغې ادارې کارکوونکو په افغانستان کې ۷۳۲ روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه کړې او په دغو مرکزونو کې یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر څارلی دی.
ددغو ټیمونو د ارزونې له مخې د مور او ماشوم ۹۸ فیصده او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ۹۶ فیصده مرکزونه فعال و.
یونیسف ویلي، چې ۴۸ فیصده روغتیايي مرکزونه په جزوي ډول یا بریښنا ته د لاس رسي پرته فعالیت کوي، چې کیدای شي ددغو مرکزونو په فعالیت باندې اغیز وکړي.
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي، چې ددغو ستونزو سربیره افغانستان کې د ښځو پر حقونو باندې د طالبانو د حکومت مخ په زیاتیدونکي ډول محدودیتونو سره سره د ۲۷ زره او ۱۶۹ روغتیايي کارکوونکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ملګروملتونو دغې ادارې په خپل راپور کې ددغو ستونزو او ننګونو ترڅنګ د بودیجې د کمبود یادونه هم کړې ده.
فورم \ دبحث خونه