شاته

امریکا کې د غبار له کبله سلګونه موټر ټکر شوي او ۷ کسان مړه دي

د امریکا په جنوبي ایالت لویزیانا کې د یوې لویې لارې په اوږدو کې په هوا کې د دود او غبار له کبله په سلګونو موټر له یو بل سره ټکر شوي او لږ تر لږه اووه کسان پکې مړه شوي دي.

مقاماتو د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ (لړم دوهمه) وویل چې په سیمه کې د وچو ځمکو د سوځېدو دود او وریځو مخلوط "ستر غبار" رامنځته کړی او له کبله یې ۱۵۸ موټر یو د بر په سر اوښتي دي.

دا پېښه د لویزیانا د نیو اورلینز ښار په ۴۸ کیلومترۍ کې پر ۵۵ نمبر عمومي سرک رامنځته شوې ده.

د پولیسو له خوا په خپرو شویو عکسونو کې ښودل کیږي چې د عمومي لارې پر یو پله باندې د سرک دواړې خواې بندې پاتې دي او په لسګونو موټر په بشپړ ډول سوځېدلي دي.

د لویزیانا د نیو اورلینز ښار په ۴۸ کیلومترۍ کې پر ۵۵ نمبر عمومي سرک په سلګونو موټر له یو بر سره ټکر شوي.
د لویزیانا د نیو اورلینز ښار په ۴۸ کیلومترۍ کې پر ۵۵ نمبر عمومي سرک په سلګونو موټر له یو بر سره ټکر شوي.

پولیسو په یو بیان کې ویلي چې په لویه لار کې اور لګېدلی او لږ تر لږه یو موټر د پله لاندې اوبو ته غورځېدلی دی.

د پېښې له ځای څخه لږ تر لږه ۲۵ کسان روغتون ته وړل شوي دي.

د هوا پېژندنې د ملي خدماتو د ادارې په وینا، ستر غبار هغه وخت رامنځته کیږي چې "په هوا کې دود او د عضوي موادو او ونو څخه رامنځته کېدونکی رطوبت له سړې هوا سره مخلوط شي" او له کبله یې د هوا پېژندنې د مقاماتو په خبره، د وړاندې لیدو ساحه تر درې مترو هم کمیږي.

فورم \ دبحث خونه