شاته

افغانستان د ۱۷۷ هېوادونو په منځ کې د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد ګڼل شوی

د ښځو د سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انستیتوت او د ناروې د سولې د څیړنو انسیتیوت له خوا د شویو ارزونو له مخې افغانستان د ښځو د وضعیت په برخه کې د ۱۷۷ هیوادونو په نوملړ کې ترټولو وروستی ځای نیولی دی.

د ناروې د سولې د څیړنو انستیتوت ددغې درجه بندۍ په اړه معلومات د سه شنبې په ورځ اکتوبر۲۴ ( لړم دویم) د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې خپاره کړي دي.

دغه انستیتوت ویلي: "ډنمارک د ښځو د وضعیت لپاره د ۲۰۲۳ کال د لست په سر کې ځای نیولی دی او د افغانستان پرتله یې چې ددغه شاخص په وروستۍ برخه کې یې ځای نیولی له درې ځلو څخه زیات امتیازونه ترلاسه کړي دي. یمن په لست کې ترټولو ښکته دویم هیواد او د مرکزي افریقا جمهوریت د لست په ښکته برخه کې درېیم ځای نیولی دی".

ددغه شاخص موندنې ښيي، چې په کومو ټولنو کې چې ښځې ښه حالت کې دي هلته ژوند هم په ډیر سوله ییز ډول روان دی، دموکراتیک، سوکاله او د اقلیم د بدلون د اغیزو سره د بلدیدو لپاره په ښه ډول چمتو دي.

دا درجه بندي د ښځو د سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انستیتوت او د اوسلو د سولې د څیړنو په انستیتوت کې د جنسیت، سولې او امنیت د مرکز له خوا په ۱۷۷ هیوادونو کې په ټولنه کې د ښځو د حضور، عدالت او امنیت په اړه د شویو څیړنو د ارقامو د راټولولو پر اساس شوې ده.

په دغې څیړنه کې د تعلیم، بوختیا، قوانین او سیستماتیک تاوتریخوالي په ګډون د ۱۳ شاخصونو څخه کار اخیستل شوی. د امریکا متحده ایالاتو سږکال په دغه شاخص کې ۳۷ ځای نیولی دی او د سلوانیا، بلغاریا او تایوان سره یې ورته امتیازونونه ترلاسه کړي دي.

ددغه شاخص یوې چمتو کوونکې یلینا اورتیز ویلي: " د ښځو د سولې او امنیت شاخص هغو کسانو ته چې د ښځو د سولې او امنیت پر مسایلو کار کوي ارزښتناکه وسیله برابروي".

میرمن اورتیز ویلي، چې د پالیسو جوړونکي دا تشخیصولی شي، چې په کومو برخو کې سرچینو ته اړتیا شته دی. خبریالان هم دغه مواد په خپلو راپورونو کې کارولی شي او فعالان ددغو ارقامو څخه په کار اخیستلو د ښځو د وضعیت د ښه کیدو په اړه د ژمنو په برخه کې خپل حکومتونه ځواب ویلو ته چمتو کولی شي.

د ناروې د سولې د څیړنو انستیتوت ویلي، چې ټول هغه ۲۰ هیوادونه چې د روان ۲۰۲۳ کال د شاخص په لاندینۍ برخه کې یې ځای نیولی د ۲۰۲۱ کال او د ۲۰۲۲ کلنو ترمنځ وسله والې جګړې تجربه کړي او په دغو هیوادونو کې له نیمايي څخه زیاتې ښځې د شخړو د ځایونو سره په نږدې فاصلو کې اوسیږي.

د ناروې د سولې د څیړنو انستیتوت مشرې تورن ټریګیستید ویلي: " د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د یوې ښځې په توګه افغانستان په درجه بندۍ کې تر ټولو په ښکته برخه کې ځای نیولی. هره ورځ افغان میرمنې چې له خوب څخه بیدارې کیږي کار نلري، زده کړو ته لاسرسی نلري او نه هم د خپل ژوند د تیرولو اختیار لري. دا رپوټ باید د نړۍ د رهبرانو لپاره د راویښیدو یوه خبرتیا وي، چې یو ولس ښځې بندیانې دي".

د ښځو د سولې او امنیت شاخص په دې ټینګار کوي چې متضاد هیوادونه څنګه کیدلی شي د ښځو د هوساینې په برخه کار وکړي. په دې شاخص کې د مثال په توګه د ویتنام یادونه شوې ده. ویتنام په دغه شاخص کې د ښځو د امنیت په برخه کې ۲۴ مقام اخیستی دی خو د ښځو د عدالت ته د لاس رسي په برخه کې یې ۱۵۴ ځای خپل کړی دی.

د ناروې د سولې د څیړنو انستیتوت ویلي، چې ټول هیوادونه د ښځو د وضعیت د ښه کیدو لپاره امکانات لري. دغه انستیتوت ویلي چې د شمالي امریکا د کولمبیا په هیواد کې د ۲۰۱۶ د حکومت او مخالفو وسله والو د سولې د تړون سره سره له دریو څخه دوه برخې ښځې په دغه هیواد کې شخړو له ځایونو د ۵۰ کیلومترو په فاصله کې ژوند کوي.

د ښځو د سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انستیتوت مشرې میلان ویرویر ویلي:" نړۍ مخ په زیاتیدونکو شخړو پوښلې ده. په عین وخت کې د پرمختګ څخه د ښځو د شاته کولو لپاره هم استبدادي اقدامات مخ په زیاتیدو دي. دا شاخص مونږ ته ددې یادونه کوي چې د ښځو د هوساینې او د ولس د هوساینې ترمنځ مخامخ اړیکې شته. د جنسیت د مساوات په برخه کې پرمختګ همداشان د سولې، امنیت او هوساینې په برخه کې پانکونه هم ده".

د دغه راپور لپاره پیسې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له خوا برابرې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه