شاته

طالبان: پاکستان افغان کډوالو ایستلو په مسله درې اړخیزې غونډې جوړیدو سره لا موافقه نه ده کړې

په داسې حال کې چې د پاکستان له خوا ددغه هیواد څخه قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو ټاکل شوې مودې ته اته ورځې پاتې دي د طالبانو حکومت وايي دغه هیواد تراوسه په دې مسله د خبرو لپاره د ملګروملتونو په ګډون د یوې درې اړخیزې غونډې جوړیدو سره موافقه نه ده کړې.

د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اکتوبر۲۲(تلې۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ددغه وزارت مسلکي معین عبدالرحمن راشد افغانستان کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د دفتر د مشر لیو نارد زولو سره له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو په مسله خبرې کړي دي.

دغه وزارت ویلي:" ددې له امله چې د پاکستان اړخ په دغه هیواد کې د درې اړخیزې غونډې( افغانستان، پاکستان او د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ) سره تراوسه موافقه نه ده کړې، دغه وزارت پریکړه کړې، چې دغه درې اړخیزه غونډه په کابل کې جوړه شي او موضوع د بهرنیو چارو وزارت [طالبانو حکومت] او کډوالو د عالي کمیشنرۍ سره هم شریکه شي".

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کې د ملګروملتونو د کډوالود عالي کمیشنرۍ د افغانستان د دفتر د مشر لیو نارد زولو له قوله ویلي، چې په کار دي پاکستان ددغې درې اړخیزې غونډې د جوړیدو او یا نه جوړیدو په اړه خپله پریکړه ژرترژره اعلان کړي.

اسلام آباد د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې ټولو غیر قانوني کډوالو ته د را روانې نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې د وتلو لپاره مهلت ورکړی دی او تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړی و چې که څوک پخپله خوښه ونه ووځي، چارواکي به یې ونیسي او ددغه هیواد څخه به به یې شړي.

په پاکستان کې دننه ځینو ادارو، ملګرو ملتونو او یو شمیر بهرنیو هیوادونو له پاکستان څخه غوښتي و چې دا افغان کډوال دې نه وباسي او دا خبرداری یې هم ورکړی و چې ښایي دا کسان افغانستان ته تر ستنیدو وروسته د طالبانو د ځورونې او ځپل کیدو سره مخ شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم د تیرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو څخه وغوښتل چې هغو افغانانو ته په خپلې خاورې کې د داخلېدو اجازه ورکړي چې د خوندیتوب په لټه دي.

د دغه وزارت ویاند متیو میلر په یو خبري کنفرانس کې د پاکستان او نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې له دغو پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي.

هغه وویل: "موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ټول ګاونډیان جدي هڅوو چې هغوو افغانانو ته، چې د نړیوال خوندیتوب په لټه دي د داخلېدو اجازه ورکړي، او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او کډوالو د نړیوال سازمان په څېر د نړیوالو بشري سازمانو سره په هغږۍ هغوی ته بشري مرسته برابره کړي".

د طالبانو د حکومت چارواکو هم د پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د شړلو په خپله پریکړه دې له سره غور وکړي. د تیرې پنجشنبې په ورځ اکتوبر۱۹( تلې ۲۷) په کابل کې د پاکستان د سفارت د شارژدافیر عبید الرحمن نظاماني سره په کتنه کې له هغه وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو په پریکړه دې بیا غور وکړي.

خو د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د صدراعظم په ګډون ددغه حکومت لوړ پوړو چارواکو ویلي، چې په دغه هیواد کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو نلرونکي ۱.۷ میلیونه بهرني اوسیدونکي چې ددغه شمیر۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پلان عملي کوي.

پاکستان حکومت ددغسې کډوالو د ایستلو لپاره د ټاکل شوې نیټې دمخه ددغه هیواد د پایتخت اسلام اباد په ګډون په څو لویو ښارونو کې د افغان کډوالو نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د خیبرپښتنخوا پولیسو د یکشنبې په ورځ د پیښور ښار د بورډ په سیمه کې د افغان کډوالو یو پخواني بازار کې په لسګونو دکانونه د کومې مخکینۍ اطلاع د ورکولو دمخه نړولي دي. ددې دمخه د اسلام اباد پولیسو هم د مرګلې په سیمه کې د افغان کډوالو یو شمیر کورونه ړنګ کړي و.

د طالبانو حکومت له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو نیټې په نږدې کیدو د ننګرهار په ولایت کې د تورخم بندر سره نږدې د ستنیدونکو افغان کډوالو د لنډ مهاله اوسیدلو لپاره یو کمپ هم جوړ کړی دی. دغه کمپ د ۵۰۰ کډوالو د اوسیدانې ظرفیت لري.

د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي چې په کمپ کې د لنډمهاله اوسیدانې پر مهال به ستنیدونکو کډوالو ته د خوړو، ترانسپورټ او روغتیايي خدمتونه برابر شي.

پاکستان کې چارواکي وایي وروسته تر هغه چې پدې هیواد کې میشتو افغان او نورو کډوړالو ته چې د اوسیدو لپاره یې قانوني اسناد نه درلودل پخپله خوښه د وتلو لپاره مهلت ورکړل شو، زرګونه افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شویدي.

دغه چاروکي وایي چې تر جمعې اکټوبر ۲۰ (تلې۲۸) د ښځو او ماشومانو په ګډون تقریبا ۵۲ زره افغانان خپل وطن ته ستانه شوي او ګڼ شمیر نورو یې په کراچۍ او نورو ښارونو کې کډې بار کړي او د سرحد په لور روان دي.

فورم \ دبحث خونه