شاته

اسرائیل پر غزه او لبنان هوايي بریدونه کړي

د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم ۱) پر غزې تړانګې باندې په داسې حال کې هوايي بریدونه وکړل چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د بشردوستانه اوربند د غوښتنې دپاره غونډه وکړه.

اسرائيلي الوتکو په لبنان کې د حزب الله څو هدفونه هم په نښه کړي دي. د اسرائیل پوځ ویلي، له ځینو دغو هدفونو څخه د اسرائيل په لور د ټانک ضد توغنديو او راکټونو د توغولو لپاره چمتووالی نيول کېده.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل خبریالانو ته وویل چې هغه په دې باور دی چې د غزې خلکو ته د مرستې رسولو لپاره بشردوستانه اوربند ته اړتیا ده.

هغه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې د مصر اوغزې تر منځ د رفح پولې له لارې غزې ته د مرستو دوهم کاروان ته اجازه ورکړل شوه.

بوریل وویل: "په لومړۍ ورځ، ۲۰ لاریو ته د تلو اجازه ورکړل شوه. پرون، شاوخوا ۲۰ نورو ته [د تلو اجازه ورکړل شوه]. خو له جګړې پرته په نورمال وخت کې، هره ورځ ۱۰۰ لارۍ غزې ته داخلیږي. نو دا روښانه ده چې ۲۰ کافي ندي."

اسرائیل د اکتوبر د اوومې نیټې د حماس د اورپکو د ناڅاپي برید وروسته چې ۱۴۰۰ تنه په کې ووژل شول، د غزې په تړانګه باندې هوايي بریدونه پیل کړي دي.

ملګري ملتونه وايي، په غزه کې خلک د اوبو، خوراکي توکو، سون موادو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ دي او شاوخوا ۱.۴ میلیونه خلک له خپلو کورونو تښتېدلي دي.

بوریل دا هم وویل چې د تاوتریخوالي کمولو په هڅو کې باید له غزې څخه د حماس د راکټي بریدونو ودرول او د یرغمل شویو کسانو خوشې کول شامل وي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۴۶۵۱ تنو ته رسیدلی او ۱۴۲۵۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلي چارواکو ګواښ کړی چې بریدونه به یې تر هغو دوام وکړي تر څو چې حماس د برید توان له لاسه نه وي ورکړی.

په بشري مرستو بار ۲۰ لارۍ د شنبې په ورځ د مصر د رفح پولې له لارې غزې ته واوښتې.
په بشري مرستو بار ۲۰ لارۍ د شنبې په ورځ د مصر د رفح پولې له لارې غزې ته واوښتې.

د امریکا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او بریتانیې مشرانو د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر جو بایډن سره په ټیلیفوني تماس کې د اسرائیل او حماس د جګړې په اړه خبرې وکړې.

په یوه ګډه اعلامیه کې، دوی د اسرائیل په ملاتړ او د اسرائیل له ځان څخ هد دفاع پر حق ټینګار وکړ، مګر دا یې هم وغوښتل چې نړیوال بشري قوانین مراعت کړي او د ملکي وګړو ساتنه وکړي. دوی د حماس له لوري د دوو برمته شویو د خلاصون هرکلی وکړ او د ټولو پاتې یرغمل شویو د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه یې وکړه.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټین او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دواړو د یکشنبې په ورځ په مرکو کې وویل چې متحده ایالات په منځني ختیځ کې د اسرائیل او حماس د جګړې د پراخیدو په اړه اندیښنه لري.

فورم \ دبحث خونه