شاته

یوناما: پر نجونو او ښځو د طالبانو له خوا محدودیونه لا زیات شوي

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د خپلو تیرو راپورونو په دوام د روان کال د اګست او سپتمبر د میاشتو په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو پر ښځو او نجونو باندې د پخوانیو محدودیتونو په دوام په دغو دوو میاشتو کې نور محدودیونه هم لګولي دي.

یوناما د دوشنبې په ورځ اکتوبر۲۳( لړم لومړی) په افغانستان کې د دروان ۲۰۲۳ کال د اګست او سپټمبر میاشتو کې د بشري وضعیت په اړه په دغه راپور کې د عدالت پلې کول، هغه پالیسۍ چې له بشري حقونو د خلکو برخمن کېدل محدودوي او د ژوندانه، آزادۍ او شخصي امنیت له حق څخه سرغړونې، تر پوښښ لاندې نیولي دي.

په کار کې د ښځو ګډون

په دغه راپور کې د ښځو د کار د بندیز په اړه ویل شوي، چې د جولای میاشتې ۲۵ نیټې وروسته د طالبانو امنیتي ساتوونکو پر هغو یو شمیر سینګارتونونو چاپه وهلې چې په پټه یې فعالیت کاوه.

یوناما ویلي:" هغو سنګارتونونو چې تر ټاکل شوې نیټې یې وروسته یې خپل فعالیت جاري ساتلی و، د برحاله چارواکو د سختو غبرګونونو سره مخ شو. د مثال په ډول، په یوه ولایت کې، د استخباراتو د لوی ریاست کارمندانو پر یوه سنګارتون چې په پټه یې فعالیت کاوه، چاپه واچوله، چې څښتن یې جریمه کړ، د څښتن ورور یې ونیوه او په فیزیکي ډول یې وځوراوه او د سنګارتون مراجعین یې د سنګار مینځلو ته اړ کړل او دا چې ژمنه وکړي چې په راتلونکې کې به بیا هیڅ سنګارتون ته مراجعه نه کوي".

د ملګروملتونو ویلي پر دې سربیره، د جوالی پر ۱۹ نېټه د سنګارتونونو شا و خوا ۲۵ څښتنان او د هغوي کارمندان په کابل کې د یوه سوله ییزلاريون په موخه سره راغونډ شوي وو، چې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا د اوبو په پاشلو او اخطاري هوایي ډزو په کارولو په زور سره تیت کړای شول. څلور ښځینه لاریون کوونکې ونیول شوې چې په عین ورځ بیا وروسته خوشې کړای شوې

ښځو د تګ راتګ آزادي

په دغه راپور کې د ښځو د ازاد تګ راتګ په برخه کې هغه بندیز ته اشاره شوې چې د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزیر د اګست په ۲۶مه په بامیانو کې اعلان کړ او بند امیر تفریخي ځای ته یې د ښځو تګ منع کړ.

یوناما وايي چې د راپورونو له مخې ښځو د بند امیر لیدو ته دوام ورکړی، سره له دې چې مخکې په ټول هیواد کې د پارکونو، ورزشي کلپونو او عامه حمامونو کارول منع اعلان شوی و.

یوناما ویلي :" د سپتمبر په لومړیو کې، په خوست او زابل ولایتونو کې برحاله د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د لوډسپیکرانو له لارې اعلان وکړ چې له محرم پرته ځایي مارکیټونو او هټیو ته د ښځو تګ بند دی. [د دغه سند تر لیکلو پورې ویل کېږي نوموړی امر نافذ دی . ]"

زده کړو ته د ښځو او نجونو لاس رسی

یوناما په دغه راپور کې د طالبانو د حکومت له خوا له ثانوي او د لوړو زده کړو څخه د نجونو او ښځو د محرومیدلو مسلې ته اشاره کړې او ویلي دي، چې طالبانو د جولای، اګست او سپټمبر میاشتو کې د موجوده بندیز د بشپړ تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره په دې اړه یو لړ نورګامونه هم پورته کړي دي.

دا دفتر وايي د جولای میاشت کې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې یوازې نارینه زده کوونکي اجازه لري تر څو د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي.

یوناما ویلي:" د اګست پر ۲۳ نېټه د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې، د طالبانو پولیسو یوه ډله ښځینه زده کوونکې دوبۍ ته د زده کړو لپاره له سفر څخه له دې امله راوګرځولې ځکه چې محرم یې نه درلود. دغه نجونې په هغه پروګرام کې منل شوې وې چې د متحده عربي اماراتو د یوه سوداګر له خوا تمویل شوی و. د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ځینو ښځو بیا وروسته وکوالی شول دوبۍ ته سفر وکړي".

د جګړې اړوند مرګ ژوبله

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" ویلي د روان کال د اګست او سپټمبر په ماشتو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه کې د تیر ۲۰۲۲ کال د همدې مودې پرتله د پام وړ کموالی راغلی دی.

یوناما ویلي، چې د لوي اختر او عاشورا مراسم د کومو سترو بریدونو پرته چې په تیرو کلونو کې لیدل شوي وو، ترسره شول.

یوناما له محاکمې پرته د صحرایي وژنو، شکنجې او ناوړه چلند، خپلسرو نیونو او توقیفونو او د اجباري ورکیدنو لږ تر لږه ۸۰۰ پېښې مستندې کړي چې د برحاله چارواکو له خوا د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ او د ۲۰۲۳ د جون د ۳۰ نېټې ترمنځ د تیر حکومت د چارواکو او د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو په وړاندې ترسره شوي.

له بندیانو سره چلند او د توقیف شرایط

یوناما له بندیانو سره چلند او د توقیف شرایطو په اړه د ۲۰۲۳ کال دسپتمبر پر ۲۰ نېټه خپل خپور شوي راپور یادونه کړې او ویلي دي، چې ددغه راپور موندنې ښيي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او ددغه حکومت د استخباراتو لوي ریاست په بند کې بندیان په منظم ډول له شکنجې او د ناوړه چلند له نورو شکلونو سره مخ کیږي، د مرتکبینو لپاره د کوم احتساب له شتون پرته زیاتره د نیونو د ترسره کولو او له بندیانو د تحقیقاتو پرمهال پېښیږي.

یوناما ویلي، چې دغه ادارې زیاتره له حقوقي او اجرايي تضمینونو لکه د زندان پرمهال د کورنۍ خبرول او مدافع وکیلانو او ډاکټرانو ته د لاس رسي برابرول، څخه په سیستماتیک ډول سرغړونه کوي. راپور موندنې ښيي چې په هغو توقیف ځایونو کې چې برحاله د زندانونو د چارو د سمون د ادارې له خوا اداره کیدل، د ناوړه چلند موارد کم وو او اجرایي تضمینونو ته عمومي درناوی لوړ و

یوناما ویلي، چې د سپتمبر تر ۱۵ ورځې پورې په زندانونو کې د بندیانو شمېر له ۱۷۰۰۰ څخه لوړ شوی چې د ۱۰۰۰۰ له هغه اوسط څخه زیاتوالی ګڼل کېږي چې برحاله د زندانونو د چارو د سمون ادارې یې د ۲۰۲۲ کال له نیمه یي راهیسې ساتل په پام کې نیولي.

یوناما وايي" دغه کار برحاله د زندانونو د چارو د سمون اداره له جدي ننګونو سره مخ کوي کومه چې د کافي منابعو له نشتون سره مخ ده ".

په دې راپور کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې تورنو ته د بدني سزا او د مرګ سزا تطبیق ته هم اشاره کړې ده او په څو ولایتونو کې یې په عام محضر کې د ښځو په ګډون تورونو ته د دورو ووهل اود نورو سزاګانو د تطبیق یادونه کړې ده.

خاص اروزګان

همداشان یوناما په ټولنیزو رسنیو کې د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ کې د جون او اګست په میاشتو کې یو شمیر هزاره ګانو د وژنې او په هزاره توکمه کروندګرو پورې اړوند ملکیتونو او کرنیزو فصلونو د تخریب د خپرو شویو راپورونو په اړه ویلي چې دغې ادارې تراوسه په ادعاو شویو پیښو کې د طالبانو د حکومت د مسوولین او وسله وال لاس ولري یوازې د یوې ادعا په توګه یادونه کوي.

خو یوناما وايي تر دې دمه یې د جنوري او سپتمبر ترمنځ په نوموړې ولسوالۍ کې راتلونکې سرغړونې تایید کړي:

ناپیژاندو مرتکبینو له خوا د خاص اروزګان لږ تر لږه د شپږو هزاره اوسیدونکو وژنه

د ناپېژانده مرتکبینو له خوا د خاص اروزګان د هزاره اوسېدونکو د موټرو، کورونو او کرنيزو محصولاتو په ګډون د امالکو د ويجاړولو لږ تر لږه پنځه پېښې.

د ناپیژاندو مرتکبینو له خوا د خاص اروزګان د هزاره اوسیدونکو د وهلو ټکولو لږ تر لږه دوه پېښې.

د سپتمبر پر ۱۶ نېټه د برحاله رئیس الوزراء د دفتر، برحاله د عدلیې وزارت، برحاله د دفاع وزارت او برحاله د استخباراتو د لوي ریاست له استازو په ګډون یو تشکیل شوي پلاوي خاص اورزګان ته سفر کړی و څو دغه تورونه وڅیړي او په ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت و ارزوي.

یوناما وايي:" د راپورونو له مخې دغه پلاوي د هزاره وو او پښتنو د ځایي ټولنو له استازو او دغه راز د ولسوالۍ له چارواکو سره خبرې وکړې. د پلاوي تر لیدنې وروسته د سپتمبر پر ۱۹ نېټه، د راپورونو له مخې ۱۶ کسان نیول شوي او د محاکمې په تمه دي".

عاشورا پر لمانځنې محدودیتونه

ملګروملتونو مرستندویه پلاوي په دې راپور کې د طالبانو حکومت له خوا د عاشورا د ورځې د لمانځلو لپاره د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای د ۱۷ ورځې څرګندونو ته هم اشاره شوې ده .

یوناما ویلي ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې د عاشورا د لمانځنې لپاره مراسم ترسره کیدو اجازه شته، خو زیاته کړې وه، چې سترې غونډې او ډله ییز تګ راتګ د ویرکوونکو د امنیت د ډاډمنولو په خاطر منع شوي.

دا اداره وايي، ددې اعلان وروسته په هلمند، کندهار، ارزګان او نیمروز ولایتونو کې محدودیتونه ولګول شو اود راپورونو له مخې په کابل کې شیعه مذهبه ویرکوونکي د پخوانیو اعلان شویو امنیتي ترتیباتو د نه مراعتولو په تور د برحاله امنیتي ځواکونو له خوا په څپېړو او لښتو ووهل شول

دا راپور وايي:" د جولای پر ۲۸ نېټه په غزني ښار کې برحاله امنیتي پرسونلو د شیعه مذهبه ویرکوونکو د خورولو په موخه ډزې وکړي. د یوه ماشوم او د ښځې په ګډون څوک چې د خپل کور له کړکۍ څخه پرې ډزې وشوې، څلور وګړي و وژل شول او شپږ نور ژوبل شول".

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر وايي، چې پېښې ته په غبرګون کې، برحاله د والي دفتر د یوه ټویټ په خپرولو سره په ډاګه کړه چې د عاشورا ځینو ویرکوونکو پر برحاله امنیتي ځواکونو ډبرې ګذار کړي او پر هغوي یې ډزې وکړي، چې د مرګ ژوبلې لامل شو.

په اعلامیه کې له قربانیانو سره خواخوږي ښودل شوې وه او د شیعه مذهبه ټولنې د غړو په ګډون د یوې کمیټې له خوا د پیښې د تعیقیب خبریې ورکړی و.

د ملګروملتونو په دغه راپور کې د بشري حقونو د مدافعینو او د رسنیو د کارکوونکو خپلسرې نیولو او د رسنیو د ازادۍ مسلو ته هم ځای ورکړل شوی او د اګست او سپټمبر په میاشتو کې د طالبانو د حکومت د چارواکو له خوا د خپل سر نیولو په اړه ویل شوي، چې د جولای په میاشت کې په ننګرهار کې یو خبریال نیول شوی و او د اګست د ۶ او ۱۹ ترمنځ، د طالبانود استخباراتو ریاست له خوا ۱۱ خبریالان نیول شوي و .

یوناما وايي:" زیاتره هغه یې بهرنیو رسنیو ته د معلوماتو پر برابرولو یا د برحاله چارواکو پر ضد پر تبلیغ کولو تورن شوي. دغه ټول خبریالان د ۶ څخه تر ۱۹ ورځو بند تیرولو وروسته خوشې شوي".

په دې راپور کې د اګست پر ۲۰ په کابل ښار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست له خوا په یوه کور کې اته ښځینه لاریون کوونکې چې د " افغان ښځو لپاره د یووالي او پیوستون حرکت " په نوم خوځښت پورې تړلې وې، ونیولې.

یوناما وايي د راپورونو له مخې دغه میرمنې په راتلونکو لاریونونو کې له ګډون څخه د ډډې کولو د تضمین لیکونو په لاسلیک کولو سره تر دریو ساعتونو وروسته خوشې شوې

په دې راپور کې ویل شوي:" د سپتمبر پر ۱۹ نېټه په کابل ښار کې، د طالبانو د استخباراتو ریاست د ( د افغانستان د ښځو د خود جوشه اعتراضیه حرکت )غړې نداپرواني له خپل مېړه او څلور کلن زوی سره یو ځای ونیوله، چې بیا وروسته خپلو خپلوانو ته وسپارل شو. د سپتمبر پر ۲۷ نېټه د استخباراتو لوي ریاست د نوموړي حرکت رئیسه ژولیا پارسي له خپل زوي سره یو ځای ونېوله".

همداشان یوناما ویلي د قلم د لارې د ټولنې رئیس مطیع الله ویسا د مارچ پر ۲۷ نیول شوی او لا هم طالبانو سره په توقیف کې دی.

د رسنیو آزادي

یوناما وايي د جولای پر ۲۵ نېټه، طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نارینه او ښځینه ژورنالیستانو لپاره د پیژندنې د کارتونو ویش پیل کړ.

يوناما ویلي:" په داسې حال کې چې دغه کار د راپور ورکونې ساحو او رسنیزو کنفرانسونو ته د ژونالیستانو لاس رسی تسهیلوي، د رسنیو ځینې فعالین بیا په دې باور دي چې دغه کار ښایي د برحاله چارواکو له خوا پر رسنیو فشار او سانسورشیپ لا پسې زیات کړي."

په دې راپور کې د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې، د طالبانو د پولیسو په زور د همیشه بهار راډیو تلویزیون د ژورنالیزم د ګډو ټولګیو د درلودو له امله وتړه. پولیسو همدارنګه دوه نور راډیو ستیشنونه چې په عین ودانۍ کې یې موقعیت درلود په زور وتړل، چې هغه یې له همیشه بهار راډیو تلویزیون سره پر تړاو تورنول.

دغو دوه راډیو سټیشنونو ته تر یوې اونۍ او همیشه بهار راډیو تلویزیون ته تر ۲۰ ورځو وروسته بېرته د فعالیت پیلولو اجازه ورکړل شوه.

یوناما ویلي: "د اګست پر ۱۲ نېټه، د طالبانود اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د سرغړونو د کمیسیون یوه ناسته ترسره کړه، چې غړیتوب یې لا پسې پراخ شوی څو له رسنیو لا زیات شمیر استازي په کې شامل شي. د سپتمبر پر ۱۹ نېټه د نوموړي کمیسیون یوه بله ناسته هم ترسره شوه. ناستې د برحاله چارواکو د هغو پلانونو په اړه خبرې اترې ترسره کړې چې له سیاسي ګوندونو سره تړلي رسنیز چینلونه و ارزوي".

د یوناما په دغه راپور کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت فعالیتونو او هم د طالبانو د حکومت عدلي سیستم په اړه هم خپلو معلوماتو ته ځای ورکړی دی.

یوناما ویلي چې د طالبانو له خوا د اګست په ۷ د جادوګرو د نیولو د اعلان وروسته د هغو کسانو د نیونې په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځ ته شوی چې پر جادو کولو تورن وو.

همداشان د طالبانو د حکومت د عدلي سیستم په اړه په دې راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو عدلیې وزارت د جولای په ۱۱ واک ته د طالبانو له بېرته راتګ راهیسې څلورمه رسمي جریده خپره کړه.

څلورمه جریده پنځه فرمانونه لري، چې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوي ریاست په ګډون د پنځو برحاله ادارو دندې او تنظیمات وضع کوي، او د برحاله تقنیني اسنادو د نهایي ارزونې د خپلواک کمیسیون غړیتوب مشخصوي.

فورم \ دبحث خونه