شاته

اذربایجان له ترکیې سره د ارمنستان پر پوله ګډ پوځي تمرینونه کوي

د اذربایجان د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ، اکتوبر ۲۳ ( لړم لومړی) د ارمنستان پولې ته څېرمه ددغه هېواد او ترکیې ترمنځ د ګډو پوځي تمرینونو د پیلیدو خبر ورکړ.

د اذربایجان د دفاع وزارت ددغه ګډو پوځي تمرینونو څخه پداسې حال کې خبر ورکوي‌،‌ چې په وروستیو اونیو کې د اذربایجان لخوا د چټکو عملیاتو په ترڅ کې له ارمنیانو څخه د قره باغ د غرنۍ سیمې د کنټرول د ترلاسه کولو وروسته، د باکو او ایروان ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د اذربایجان د دفاع وزارت همداراز ویلي، چې نږدې ۳۰۰۰ پوځیان به د ایران او ارمنستان ترمنځ د نخجوان او د ارمنستان له بېلتون غوښتونکو څخه په بېرته نیول شوې سیمه (قره باغ) کې په تاکتیکي تمرینونو کې برخه واخلي.

د فرانس پرس خبري اژانس د اذربایجان د دفاع وزارت په حواله لیکلي، چې د "مصطفی کمال اتاترک ۲۰۲۳" په نوم په دغه درې ورځینو تمرینونو کې د درندو او سپکو وسلو سربیره، څرخي او د جټ جنګي الوتکي هم شاملې دي.

اذربایجان ویلي، چې ددغه پوځي تمرینونو څخه موخه یې د متحدینو تر منځ "د جګړه ایز قابلیت د تضمین څخه د ډاډ ترلاسه کول" دي.

اذربایجان او ارمنستان د ناګورنو قره باغ سیمې د کنټرول پر سر چې په نړیواله کچه د اذربایجان یوه برخه ده، دوه ځلې جګړې کړي دي.

اذربایجان د روان کال په سپټمبر میاشتې کې د چټکو عملیاتو په ترڅ کې له ارمنیانو څخه د قره باغ د غرنۍ سیمې کنټرول ترلاسه کړ. تر دې یوه ورځ وروسته ارمني بېلتون غوښتونکو د روسیې د سوله ساتو ځواکونو په منځګړیتوب اوربند ته غاړه کېښوده او خپلې وسلې یې پر ځمکه کېښودې.

بلخوا د ارمنستان حکومت ویلي، چې د قره باغ د غرنۍ سیمې د ۱۲۰ زره ارمنیانو له جملې څخه تر ۱۰۰ زرو زیاتو یې په سیمه کې د اذربایجاني ځواکونو د کنټرول وروسته خپل کورونه پریښې دي.

په ۲۰۲۰م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو میاشتنۍ جګړه د روسیې په منځګریتوب د یوه اوربند په ټینګیدو سره پای ته ورسیده. په هغه جګړې کې ارمنستان یو شمېر سیمې چې د څو لسیزو راهیسې ددغه هېواد تر کنټرول لاندې وو،‌ پریښودلې.

ارمنستان او اذربایجان وړاندې تر دې چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د پخواني شوري اتحاد له منځه ولاړ شي، ددې اتحاد غړي جمهوریتونه وو، چې وروسته یې خپلواکۍ واخیستې.

فورم \ دبحث خونه