شاته

د صدام حسین لور په ۷ کالونو بند محکومه شوه

په عراق کې یوې محکمې یکشنبه اکټوبر ۲۲ (تلې ۳۹) د پخواني دیکتاتور صدام حسین لور په غیابي توګه په اوو کالونو بند تیرولو پدې خاطر محکومه کړه چې د خپل پلار بعث ګوند ترویج کولو لپاره یې ویناوې کړي.

د محکمې په حکم کې چې د فرانس پریس خبري اژانس لیدلی ویل شوي چې رغد صدام حسین ته دا سزا ځکه ورکړل شوې چې په ۲۰۲۱ کال کې په یوې تلویزیوني مرکې کې د بعث ګوند د فعالیتونو غوره ښودلو په هکله خبرې کړې وې.

دا ګوند وروسته تر هغه منحل شو او په فعالیت یې بندیز ولګید چې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په عراق یرغل وکړ او د صدام حسین حکومت یې ړنګ کړ.

د محکمې په حکم کې په ځانګړې توګه د مرکو یادونه نده شوې خو په عراق کې هر هغه څوک چې د دې ګوند په پلوۍ خبرې وکړي او یا یې انځورونه خپاره کړي، د عدلي تعیب لاندې راځي.

د صدام حسین لور چې اوس مهال په اردن کې جلا وطنه ده په ۲۰۲۱ کال کې د سعودي عربستان العربیه تلویزیون سره په یوې مرکې کې د خپل پلار تر واکمنۍ لاندې د عراق د وضعیت په هکله خبرې کړې وې.

هغې پدې مرکې کې ویلي و چې د ۱۹۷۹ میلادي کال څخه نیولې تر ۲۰۰۳ پورې چې په عراق کې د صدام حسن واکمني وه، "ډیرو خلکو راته ویلي چې په حقیقت کې زمونږه دوره د برم او ویاړ څخه ډکه وه، د شک پرته هیواد شتمن او ثبات لرونکی و".

د صدام حسین دا لور او د رانا په نامه بله لور یې په اردن کې جلا وطنې دي. د صدام دوه زامن عدی او قصی امریکایي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال کې د موصل په ښار کې ووژل.

د صدام حسین لور ته داسې مهال دا سزا ورکول کیږي چې ملګرو ملتونو د همدط روان کال په پیل کې په یو راپور کې ویلي چې په عراق کې د تیرې نیمې پیړۍ په ګډوډیو کې، د صدام حسین د دکتاتوري واکمني، د متحده ایالاتو په مشرۍد پوځي اشغال او د اسلامي دولت (داعش) د اورپکو د قیام په مهال تر یو ملیون پورې خلک "لادرکه" شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې د ۱۹۶۸ او ۲۰۰۳ کلونو ترمنځ په کردستان کې د صدام حسین د "نسل وژنې کمپاین" له امله د څه باندې ۱۰۰زره کردانو په ګډون تر ۲۹۰زرو پورې کسان په زور لادرکه شوي دي.

په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د متحده ایالاتو په مشرۍ له یرغل وروسته د ورکیدو لړۍ دوام وموند او لږ تر لږه ۲۰۰زره عراقیان ونیول شول چې نږدې نیمایي یې په هغو زندانونو کې ساتل کیدل چې د متحده ایالاتو او یا بریتانیا لخوا اداره کیدل.

په عراق کې یوې محکمې په ۲۰۰۶ کال کې پخوانی دکتاتور صدام حسین د بشر په ضد د جنایاتو په سبب د غرغرې په وسیله په اعدام محکوم کړ.

د عراق عالي محکمې د ١۴٨ شیعه گانو د وژلو د حکم په سبب چې په کال ١٩٨٢ کې یې د بغداد په شمال د دوجیل په کلي کې ورکړی ؤ په اعدام محکوم کړ.

فورم \ دبحث خونه