شاته

امریکا او غربي متحدینو یې یو ځل بیا اسرائیل سره خپل ملاتړ څرګند کړ

سپینه ماڼۍ وایي جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه اکټوبر ۲۲ (تلې۳۰) د برتانیې، کاناډا، فرانسې، جرمني او ایټالیا د مشرانو سره د اسرائیل او حماس تر منځ جګړې په هکله خبرې کړې او یو ځل بیا یې د تل ابیب سره د خپل ملاتړ څرګندونه کړې.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې دې مشرانو د جمهور رئیس بایډن سره په خبرو کې د اسرائیل سره پخپل ملاتړ او دا چې اسرائیل د "ترهګرۍ" په مقابل کې د خپل ځان د دفاع حق لري، ټینګار وکړ.

د اعلامیې له مخې دې مشرانو همدارنګه د ملکیانو ژغورنې په ګډون د نړیوالو بشري حقونو د درناوي غوښتنه وکړله.

پدې ګدې اعلامیې کې ویل شوي چې دې مشرانو د خپلو هغو اتباعو په هکله هم خبرې خبرې وکړلې چې د اسرائیل –حماس تر منځ جګړې کې بند پاتې دي، په ځانګړي توګه هغوي چې غواړې د غزې څخه ووځي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د کاناډا د صدراعظم جسټن ټروډو، برتانیې صدراعظم ریشي سوناک، جرمني صدراعمظ اولف شولتز، ایټالیا صدراعظم جورجیا ملوني او فرانسې د جمهور رئیس ایمانیول مکرون سره دا خبرې داسې مهال کړي چې په مرستو بار د موټرو یو بل کاروان هم غزې ته ورسید.

په ګډې اعلامیې کې ویل شوي چې دې مشرانو ژمنه څرګنده کړه چې د بشري اړتیاوو پوره کیدو لپاره به خوراکي موادو، اوبو او روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي په هکله چارې همغږۍ کوي او ډاډ به ورکوي.

د اعلامیې له مخې د لویدیځو هیوادونو دې مشرانو ژمنه کړې چې نږدې دیپلوماتیکه همکاري به ساتي تر څو پرې نږدې چې د اسرائیل – حماس تر منځ دا جګړه د منځني ختیځ نورو برخو ته خپره شي او دا چې په سیمه کې ثبات وساتل.
د حماس وسله والو د روانې اکټوبر میاشتې په ۷ مې نیټې پر اسرائیل ناڅاپه برید وکړ چې لږ تر لږه ۱۴ سوه کسان پکې ووژل شول او تر ۲۰۰ ډیر یې برمته کړل چې یو شمیر امریکایي اتباع هم پکې شامل و.

د اسرائیل پوځ د حماس دې کړنې په ځواب کې په غزې بمباري وکړله چې د غزې د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې پکې د ۴۶۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي چې ډیری یې ملکیان دي.

فورم \ دبحث خونه