شاته

ملګري ملتونه: هرات کې زلزله ځپلې میرمنې د "مرګوني" حالت سره مخ دي

په افغانستان کې د میرمنو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وایي د هغو محدودیتو له کبله چې د طالبانو حکومت په میرمنو او نجونو لګولي، د هرات په ولایت کې زلزله ځپلې میرمنې "نه یوازې په سخت بلکې په مرګوني حالت کې دي".

الیسن ډیوډیان اې پي خبري اژانس ته په یو پیغام کې ویلي "کله چې طبیعي پیښي وشي تر ټولو ډیر زیان یې میرمنو او نجونو ته رسیږي خو دې بحرانونو ته په ځواب ویلو او د ژغورنې په چارو کې بیا تر ټولو لږ ارزښت همدې طبقې ته ورکول کیږي".

میرمن ډیوډیان زیاته کړه، " د دې زلزلو، روان بشري او میرمنو او نجونو د حقونو اړوند ناورینونو له کبله د میرمنو او نجونو لپاره وضعیت نه یوازې سخت شوی بلکې مرګونی شوی".

ملګرو ملتونو د هرات په ولایت کې د زلزلو په هکله پخپل تازه راپور چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړی ویلي چې د کلتوري ارزښتونو له مخې ناممکنه ده چې د زلزلو له کبله بې ځایه شوې میرمنې د خپلو ګاونډیانو یا کورنیو غړیو سره په یوې خیمې کې ژوند تیر کړي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې ډیرې زلزله ځپلې میرمنې پدې خاطر بشري مرستې نشي تر لاسه کولی چې نارینه محرم نلري چې د هغوي په استازیتوب مرستې واخلي او بله دا چې ملګري ملتونه په میرمنو د بشري مرستو ویشلو لپاره ښځینه کار کوونکي نلري.

د ملګرو ملتونو پدې راپور کې یادونه شوې چې د هرات په زلزلې کې ۹۰ په سلو کې وژل شوي میرمنې او ماشومان و او پدې سیمې کې تقریباً هر یو کور تبا شوی.

په زلزلې کې یو شمیر ځپل شویو میرمنو ملګرو ملتونو ته ویلي چې د نارینه خپلوان د تذکرې پرته نشي کولی چې بشري مرستې تر لاسه کړي او بله دا چې هغوي د مرستو تر لاسه کولو لپاره باید داسې جامې تر لاسه کړي چې د اسلامي ارزښتونو سره برابرې وي.

سره لدې چې خیریه مؤسسو ویلي د هرات ولایت په زلزلو کې ۱۴۸۲ کسان وژل شوي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا ویلي چې پدې زلزلو کې د ۲۰۰۰ څخه ډیر کسان وژل شویدي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې همدرانګه وویل چې د طالبانو بندیزونو له کبله ګڼ شمیر میرمنې پخپلو کورونو کې بندې دي او ښایي همدا یې یو دلیل وي چې پدې زلزلو کې دومره ډیرې میرمنې او ماشومان وژل شويدي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې د زلزلو وروسته د لادرکه شویو تر ۶۱ فیصدو پورې ښځې دي او ۵۳ فیصده هغه کسان چې په زلزلو کې یې سخت زیان لیدلی هم ښځې دي.

ددې راپور پر اساس په زلزله ځپلو سیمو کې تر پنځه فیصده پورې کورنۍ د ښځو له خوا اداره کیدلې.

د ملګروملتونو د ښځو د چارو ادارې ویلي، چې دا کورنۍ ځانګړي اړتیاوې لري او د هغوی لاس نیوی باید د یو ګډ پلان پراساس په پام کې ونیول شي، ځکه چې د ملګرو ملتونو دا اداره په دې باور ده چې کیدای شي دغه کورنۍ نارینه خپلوان ونلري چې د هغوی له خوا مرسته ترلاسه کړي.

په دې راپور کې ویل شوي:" ښځو ددې یادونه کړې چې د خپلوانو د یو نارینه د تذکرې پرته مرستې ترلاسه کړي، کومې ښځې چې عملآ د خپلې کورنۍ سرپرست ونلري."

دغې ادارې ټینګار کړی چې د هغو کورنیو لپاره چې سرپرستې یې ښځې کوي په کار دي په ټولنه کې د هغوی په اړه د معلوماتو د راټولولو او د کور په کور مرستو د ویشلو له لارې مرستې ورسره وشي.

فورم \ دبحث خونه