شاته

د اسرائیل-حماس جګړه: امریکا په منځني ختیځ کې د تشدد زیاتېدو په ضد خبرداری ورکړ 

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تلې۳۰) د اسرائیل-حماس ترمنځ د جګړې په ترڅ کې په منځني ختيځ کې د کړکیچ د هر ډول زیاتېدو په ضد خبرداری ورکړ.

تر دغه خبرداري څو ساعته مخکې د امریکا د دفاع وزارت په سیمه کې خپل پوځي چمتوالی زیات کړ. د دفاع وزیر استن وویل چې متحدو ایالتونو «په سیمه کې زموږ په سرتېرو باندې د بریدونو د پام وړ زیاتوالي» احتمال لیدلی او په خبره یې ځواکونه یې د «ځواب ویلو» لپاره چمتو دي.

نوموړي له امریکایي شبکی « ABC News» سره په خبرو کې وویل: «که هره ډله او یا هر هېواد د دغه تاوتریخوالي زیاتول غواړي او له دغه بدمرغه وضعیت څخه، چې موږ یې ګوور، ګټه اخلي، زموږ مشوره ورته دا ده چې: مه یې کوئ».

نوموړي زیاته کړه: «موږ له ځانونو څخه د دفاع حق ساتو او د مناسب اقدام په اخیستلو کې به زړه نازړه نشو.»

د نوموړي تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې پنټاګون وویل چې د «ایران او د هغه د نیابتي ډلو له لوري» د وضعیت د خرابېدو په ځواب کې خپل چمتوالی زیاتوي. لوید استن د هوايي دفاع د سیستمونو د فعالېدو امر کړی او اضافي ځواکونه یې خبر کړي چې ښايي ژر واستول شي.

استین ونه ویل چې په سیمه کې د موجوده امریکايي سربېره به څومره نور ځواکونه واستول شي. تر دې مخکې استن په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې له ولسمشر جوبایډن سره یې «په تفصیل بحثونه» کړي دي.

هغه زیاته کړه: «دا اقدامات به په سیمه کې د مخنیوي هڅې قوي، د امریکایي عسکرو حفاظت ځواکمن او د اسرائیل په دفاع کې مرسته وکړي.»

د متحدو ایالتونو حکومت دا ګامونه په اسرائیل باندې د حماس د تېرې اوونۍ د ناببره بریدونو څخه وروسته اخیستي، په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ اسرائیلیان ووژل شول او ۲۰۰ نور یرغمل ونیول شول.

اسرائیل د حماس په ضد د جنګ اعلان کړی او په غزه کې د حماس تر ولاک لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې ۴۶۵۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې ملکیان دي.

اسرائیل وايي چې تراوسه یې د حماس ډلې ۱۵۰۰ جنګیالي وژلي دي. د اسرائیل پوځ، چې د ځمکنیو عملیاتو لپاره ځانونه چمتو کوي، وايي چې په غزې کې به د حماس په ضد بریدونه نور هم زیات کړي.

په همدې حال کې له لبنان سره د اسرائیل په شمالي سرحد کې کې هم وضعیت خراب شوی. دغلته د اسرائیل عسکرو د حزب الله ډلې له جنیګالیو سره د ډزو تبادله کړې ده.

حزب الله وايي چې د شنبې په ورځ یې د لبنان په جنوب کې څلور جنګیالي وژل شوي. د فلسطین د اسالامي جهاد ډله هم وايي چې د دوی یو جنګیالی وژل شوی. د ایران له ملاتړه برخمنو وسله والو ډلو ګواښ کړی، چې د اسرائیل د ملاتړ له کبله به په عراق او نورو سیمو د امریکا په ګټو بریدونه کوي.

د دغه راپور معلومات د فرانس پرس اژانس څخه اخيستل شوي.

فورم \ دبحث خونه