شاته

هرات مرګوني زلزله؛ 'ماشومان د سختو روحي ستونزو څخه کړیږي'

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (UN Humanitarian) وايي، چې د هرات په ولایت کې د تیرې شنبې د ورځې د مرګوني زلزلې وروسته په دغه ولایت کې ماشومانو ته سختې روحي ستونزې پیدا شوي دي.

دغې ادارې د سه شنبې د ورځې ناوخته اکتوبرلسم (تلې۱۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د هرات ولایت کې ۱۲ زره کسان د زلزلې څخه د زیږیدلو ناخوالو سره مخ دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي: "په ځانګړي ډول ماشومان د روحي ستونزو څخه کړیږي او ټولنیز روحي ملاتړ ته په فوري ډول اړتیا لري".

د روغتیا د نړیوال سازمان ویلي، چې په دغه زلزله کې د دغه ولایت د زنده جان، انجیل، گلران او کوهسان ولسوالیو کې تر ۱۲ زرو پورې کسان د زلزلې له امله زیانمن شوي دي.

دغه سازمان ویلي، چې د زنده جان په ولسوالۍ کې د نایب رفیع ، وردک کلی، کوشک سیاه اب، کجکل او نوآباد کلیو د نورو سیو پرتله ډیر زیان لیدلی دی او په دغو سیمو کې سل فیصده کورونه نړیدلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دغه راپور کې ویلي، چې شل روغتیايي ټیمونه په سیمه کې ځای پرځای شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د زنده جان، انجیل او هرات ښار کې دوه زره او ۹۰۰ زلزله ځپلو ته د مرستندویه ادارو له خوا روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي.

دغه سازمان ویلي، چې په دغو سیمو کې زلزله ځپلي کسان په لنډ مهالو پناه ځایونو کې اوسیږي او د مرستندویه ادارو له خوا ورته په کمه کچه خواړه او اوبه هم برابرې شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ژمي موسم او د هوا سړیدو ته په اشارې ویلي، چې سوړ موسم به زلزله ځپلي د نورو ستونزو سره هم مخ کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف هم په یو راپور کې ویلي، چې د هرات د شنبې د ورځې د زلزلې د نورو پرتله د ماشومانو اوهغو کورنیو ژوند تریخ کړی، چې له وړاندې هم د ډیرو ناخوالو سره مخ و.

یونسیف ویلي، چې د هرات، بادغیس او فراه په ولایتونو کې د شنبې د ورځې د زلزلې او د زلزلې د ټکانونوله وروسته په دغو ولایتونو کې ماشومان عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف ویلي:" تراوسه په زلزله کې د مړو شویو کسانو ۹۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي".

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې د زلزله ځپلو ماشومانو ته د مرستود برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د شل میلیونوډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو چارواکود مړو او زخمیانو په اړه متفاو ت ارقام ورکړي دي، خو ملا جانان سایق د دوشنبې په ورځ اکتوبرنهم (تلې ۱۷) وویل چې ۲۰۵۳ کسان مړه شوي دي. هغه وویل چې دقیق ارقام ځکه نشي ورکولای، چې لا هم لټون روان دی.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې د ۱۶۵۵ کورنیو څخه څه باندې ۱۱۰۰۰ کسان زیانمن شوي دي

د شنبې په ورځ د رښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د هرات، بادغیس، فراه او هلمند ولایتونه ولړزول. د ملګروملتونو د راپور له مخې په هرات کې د لومړۍ زلزلې وروسته لږ ترلږه نهه نور ټکانونه هم احساس شوي دي.

د سیمه ییزو چارواکو د وینا له مخې د زلزلې یو ټکان د دوشنبې د ورځې غرمه مهال او یوه بله نسبتآ سخته زلزله د چهارشنبې په سهار د هرات ولایت د مرکز په ګډون ددغه ولایت ډیرې سیمې لړزولي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په لویدیځ کې نن چهارشنبه اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې یوه بله زلزله شوې ده.

دغې ادارې ویلي، دا زلزله په ځايي وخت د چهارشنبې په سهار ۵:۱۰ بجې شوې ده.

فورم \ دبحث خونه