شاته

طالبان‎: د قوش تیپې د کانال جوړول او د امو سیند له اوبو څخه استفاده د افغانستان حق دی

د طالبانو د حکومت لوړ پوړو چارواکو د چهارشنبې په ورځ اکتوبر۱۱( تلې ۱۹) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د قوش تیپې د کانال د لومړۍ برخې پشپړیدل او پر دویمه برخه د کار پیلیدل اعلان کړل.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دې مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې په کار دي چې د دې کانال په جوړولو ګاونډیان هیڅ اندیښنه ونلري. هغه وویل حکومت یې د امو د سیند په اوبو کې د ګاونډیانو حق ته درناوی لري. هغه د ګاونډیو هیوادونو څخه هم وغوښتل، چې د افغانستان مشروع حق ته درناوی ولري.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد هم وویل چې کومې پروژې چې د افغانستان د پرمختګ سبب ګرځي هیڅکله هم د ګاونډیو هیوادونو په ضرر نه دي. مجاهد وویل، چې افغانستان اوس مهال د امو د سیند څخه ډیره کمه ګټه اخلي او د طالبانو حکومت د خپلو ګاونډیو حقونو څخه هیڅکله سرغړونه نه کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي دې غونډې ته وویل، چې حکومت یې چمتو دی که ګاونډي هیوادونه تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان د قوش تیپې د کانال د جوړولو په اړه اندیښنې لري له دپلوماتیکو لارو ورته ځواب کړي.

ستانکزي وویل: " که ترکمنستان،اوزبیکستان او تاجیکستان د افغانستان لخوا د امو سیند د اوبو په کارونې اندیښمن وي، نو اسلامي امارت چمتو دی چې دغه اندیښنې له دپلوماتیکو لارو ځواب کړي."

شیر محمد عباس ستانکزي وویل، چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د امو سیند له اوبو څخه ګټه نه ده پورته کړې او دا یې حق دی، چې د دغه سیند له اوبو څخه افغانستان هم ګټه پورته کړي.

د اوزبیکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د قوش تیپې د کانال په ودانولو باندې اندیښنه ښودلې و او ویلي وو، چې دا کانال به په منځنۍ اسیا کې د اوبو په اوسني نظام کې د بدلون سبب شي.

د تاشکند ټایمز انګلیسي ورځپاڼې د راپور له مخې د اوزبیکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف د سپټمبر ۱۵ ( وږي ۲۳) د منځنۍ اسیا د هیوادونو د مشرانو پنځمې سرمشریزې غونډې ته په وینا کې وویل، چې په سیمه کې د امو د سیند د اوبو یو بل شریک باڼې هم زیات شوی، چې دغو هیوادونو سره د امو د سیند څخه د اوبو د ګټې اخیستلو په برخه کې هیڅ ډول تعهد نلري.

میرضیایف وویل: "په حقیقت کې په سیمه کې د اوبو د استعمالولو بهیر کې یو بل نوی ګډون کوونکی اضافه شوی دی، چې زمونو د هیوادونو سره په دې برخه کې هیڅ ډول مکلفیت نلري".

نوموړي په سیمه باندې د قوش تیپې کانال د جوړولو اغیزو په اړه د څیړلو لپاره د یو ګډ کاري ګروپ د جوړولو وړاندیز وکړ او د امو د سیند د اوبو د ویش په اړه یې د منځنۍ اسیا د هیوادونو سره په ډیالوګ کې د افغانستان د استازي د ګډون د اړتیا یادونه هم وکړه.

طالبانو حکومت د قوش تیپې د کانال لومړی فاز بشپړیدل چې سل کیلو متره اوږدوالی لري نن ورڅخه ګټه اخیستنه پیل کړه او ددغه کانال په دوییم فاز د کار پرانیسته یې وکړه.

د قوش تیپې کانال د بلخ ولایت له کلداري ولسوالۍ څخه د امو سیند اوبه د حیرتان دښتونو ته رسوي او د دولت اباد ولسوالۍ او جوزجان د اقچې ولسوالۍ څخه په تیرېدو د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ ته رسیږي.

دا کانال ۲۸۰ لیکومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره عرض او اته نیم متره ژور والی لري، چې د جوړویدو وروسته به په ثانیه کې د ۶۵۰ مترمعکب اوبو د انتقال ظرفیت ولري.

د قوش تیپي د کانال د جوړولو طرحه لومړی د پخواني جمهور رئیس محمد داود خان په دوره کې شاوخوا ۵۰ کاله دمخه جوړه شوې وه، خو په افغانستان کې د نږدې تیرو شاوخوا څلور نیمو لسیزو جګړو له امله په دغه موده کې ددغه کانال په جوړولو هیڅ کار نه و ترسره شوی.

په افغانستان کې د اوبو د نه مدیریت له امله د امو د سیند سربیره د ډیرو سیندونو اوبه په دغه هیواد کې د کرکیلې او بریښنا د تولید لپاره د کار اخیستلو پرته نورو هیوادونو ته بهیږي.

په وروستیو کلنو کې په افغانستان او ددغه هیواد په ځینو ګاونډیو هیوادونو کې د اوبو زیرمې مخ په کمیدو دي، چې په سیمه کې د اوبو د ویش په باب د نویو بحثونو پیلدو ته لار پرانیستې ده.

افغانستان د ایران پرته بل هیڅ ګاونډي هیواد سره د اوبو د ویش په اړه کوم تړون نلري.

فورم \ دبحث خونه