شاته

اسرائیل وایي له حماس سره یې په جګړې کې ۱۶۹ سرتېري وژل شوي

د اسرائیل پوځ د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې۱۹) وویل چې له حماس سره یې په جګړې کې تر دې دمه ۱۶۹ سرتېري وژل شوي دي.

د اسرائیل د پوځ ویاند دانیل هګاري خبریالانو ته وویل چې د حماس ډلې همدغه راز ۶۰ نور اسرائیلیان یرغمل کړي او غزې ته یې انتقال کړي دي. نوموړي وويل چې حکومت یې د تښتول شویو کسانو له کورنیو سره په تماس کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل نن هم د غزې لارې او سړکونو او ودانۍ بمبار کړي دي. اسرائیل وايي چې د وژل شویو کسانو جسدونه لا هم په سرحدي سیمو کې پراته دي او د حماس په بریدونو کې د وژل شویو اسرائیلیانو شمېر ۱۲۰۰ ته رسېدلی دی.

په غزې کې روغتیايي مسئولینو ویلي دي چې د اسرائیل په بمباریو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۵۵ ته رسېدلی دی. دوی وايي په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰۰۰ نور کسان ژوبل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي په غزې کې څه باندې ۲۶۳زره کسانو خپل کورونه پرېښي دي او ممکن دا شمېره زیاته شي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر لوید استن ویلي دي چې د متحدو ایالتونو د بحري ځواکونو یوه وړه ډلې د پلان جوړونې او استخباراتي چارو کې له اسرائیل سره کار کوي. هغه وویل: «موږ په سیمه کې د سرچېنو د چټک استولو وړتیا هم لرو.»

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم نن اسرائیل ته ورسېږي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل چې د دغه سفر هدف «د پیوستون او ملاتړ د پیغام رسول» دي.

هغه وویل: «د امریکا د بهرنیو چارو وزیر غواړي چې په سیمه کې د وضعیت په اړه د اسرائیل له مشرانو څخه واوري او دا چې څنګه کولای شو د ترهګرۍ سره په مبارزې کې په ښه ډول له هغوی سره خپله همکاري روانه وساتو.»

د حماس ډلې د شنبې په ورځ په اسرائیل باندې د ځمکې، هوا او اوبو له لارې بریدونه وکړل. دا له ۱۹۷۳ کال راهېسې په اسرائیل باندې تر ټولو لوی برید بلل کېږي.

سره له دې چې یو شمېر هېوادونه د دواړو خواو ترمنځ په مذاکراتو ټېنګار کوي، خو په قطر کې د حماس یو مقام ویلي دي چې په اوسني وخت کې د مذاکرې کوم فرصت نه لیدل کېږي.

د دغه راپور په لیکلو کې د اسوشیتدپرس او فرانس پرس له معلوماتو څخه استفاده شوې.

فورم \ دبحث خونه