شاته

د امنیت شورا افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره غونډه کوي

ټاکل شوې، چې د ملګروملتونو امنیت شورا غړي د سه شنبې په ورځ سپټمبر۲۶ (تلې څلورم) په یوه غونډه کې د افغانستان په روان وضعیت خبرې وکړي.

په پام کې ده، چې د ملګروملتونو عمومي منشي به دغې غونډې ته په تیرو دریو میاشتو کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور هم وړاندې کړي.

تمه کیږي، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې بشري وضعیت په ځانګړي ډول د افغان میرمنو او نجونو د زده کړو او کارپرمسلو هم خبرې وشي.

د ملګروملتونو اجرائیوي مشره سیما بحوث به هم دې غونډې ته وینا وکړي. میرمن بحوث دایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د سه شنبې په ورځ به د ملګروملتونو د امنیت شورا غړو ته د افغان میرمنو د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

میرمن بحوث لیکلي:" افغان میرمنو او نجونو ته: زه به ستاسو د غږ اوچتولو ته دوام ورکړم. ستاسو د مبارزې په برخه کې د ملګروملتونو د ښځو د ادارې په توګه زمونږ ژمنې نه ماتیدونکی اوغیرمتزلزلې دي. ما د ملګروملتونو د ۷۸ عمومي غونډې د ټولو بوختیاو پر مهال ددې بیا بیا یادونه کړې ده. ددې لپاره چې زه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته سبا وینا وکړم دا ژمنې به بیا تکرار کړم".

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره میرمن روزا اوتنبایوا به هم د امنیت شورا دغې غونډې ته خپل راپور وړاندې کړي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي "یوناما" په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا غونډه به د سه شنبې په ورځ د نیویارک پروخت لس بجې به پیل شي.

میرمن روزا اوتنبایوا د سپټمبر په ۱۹ (وږي ۲۸) ددې غونډې د جوړیدو دمخه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي سره هم په کابل کې کتلي وو.

یوناما د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي له متقي سره د میرمن اوتنبایوا کتنه د امنیت د شورا د غونډې د جوړیدو وړاندې یوه مشورتې غونډه وه. یوناما ویلي، چې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړی دفتر د ټولو افغانانو غږ د اوریدلو لپاره رغنده بوختیاو ته ژمن دی.

د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ غونډه د جون ۲۱ (غبرګولي ۳۱) جوړه شوې وه، چې په کې ددغې شورا غړو په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت پر جوړولو او افغان میرمنو او نجونو د کار او زده کړو پر حق د محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار کړی و او له طالبانو څخه یې غوښتي و، چې پرښځو او نجونو باندې لګولي محدودیتونه دې لغوه کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا دې غونډې ته په وینا کې د طالبانو حکومت "منزوي او استبدادي" بللی و او ویلي و، چې د دغه حکومت غړي ټول "سړي" دي او نږدې ټول یې "پښتانه" دي. هغې وویل چې د یو ټولشموله حکومت نشتون افغانستان د بې ثباتۍ پر لور بیایي.

میرمن اوتنبایووا له طالبانو غوښتي و، چې که غواړي د رسمیت پیژندلو پر لور یې ګام پورته شي او د ملګرو ملتونو ادارې په اغیزناکه توګه د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، باید پر ښځو او نجونو باندې لګیدلي بندیزونه لغوه کړي.

ټاکل شوې دې غونډې ته به په ملګروملتونو کې د افغانستان د څوکۍ سرپرست نصیراحمد فایق او د مدني ټولنې یوه افغان فعاله هم خبرې وکړي. افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي دفتر په هرو دریو میاشتو کې ملګروملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کوي.

فورم \ دبحث خونه