شاته

طالبان: پاکستان ۶۰ نور افغان کډوال له زندانونو خوشې کړي

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولود لړۍ په دوام په کراچۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د قونسلګرۍ ویلي، چې د لسو ماشومانو په ګډون ۶۰ تنه نور افغان کډوال د کراچۍ له زندانونو څخه خوشې شوي دي.

په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ سرکنسل عبدالجبار تخاري د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۲۵( تلې درییم) پاکستان کې د ازادې اروپا راډیو/ مشعل راډيو ته ویلي، چې دا شمیر افغانان له بند څخه د خوشې کیدو وروسته د چمن – سپین بولدک د سرحد له لارې افغانستان ته استول شوي دي.

ښاغلي تخاري ویلي، چې په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې تراوسه ۲۶۱۰ افغان کډوال د سند د ایالت په ځانګړي ډول د کراچۍ له زندانونو خوشې شوي او وطن ته استول شوي دي.

همداشان عبدالجبار تخاري ویلي، چې اوس هم تر ۹۰۰ پورې افغان کډوال د سیند ایالت په زندانونو کې بندیان دي. پاکستان حکومت په وروستیو اونیو کې یو ځل بیا د افغان کډوالو د نیولو او په زندانونو کې د اچولو لړۍ چټکه کړې ده.

د افغان کډوالو د معلوماتو له مخې په تیرو دوو اونیو کې یوازې د سند په ایالت کې له ۷۰۰څخه زیات افغانان نیول شوي او زندانونو کې اچول شوي دي. د پاکستان د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر حارث نواز اوړمه ورځ ویلي، چې حکومت یې پتېیلې ده چې ټول غیرقانوني کډوال له پاکستان څخه وشړي.

له امریکا غږ سره په مرکه کې د سند ایالت د سرپرستې کابینې دغه غړي تور پورې کړ چې ناقانونه کډوال زیاتره ددغه ایالت په مرکز کراچۍ کې په جنايي جرمونو کې لاس لري.

هغه وویل: " په کراچۍ کې یې ډیرې ستونزې رامنځ ته کړي دي. په غلاوو او شوکو کې لاس لري... موږ تل غوښتنه کړې چې دا کډوال کنترول شي. خلک د ترهګرۍ دپاره دلته راځي او د دوی [کډوالو] تر منځ پټیږي. زیاتره ځانمرګي بریدکوونکي همدلته پټیږي."

ښاغلي نواز وویل چې د غیر قانوني کډوالو په خلاف د اقدام دا پرېکړه د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا شوې او د پاکستان د نورو برخو په څېر د سند په ایالت کې هم پلې کیږي.

هغه وویل: "مشکل دا دی چې دوی [افغان کډوال] دلته اوسیږي. ددې ځای ډوډۍ خوري او اوبه څښي خو بیرغونه د افغانستان رپوي او د پاکستان مخالفت کوي... موږ پدې خاطر افسوس کوو او زموږ حق دی چې لږ تر لږه دا ډول خلک وشړو."

د پاکستان نورو مقاماتو هم له دې وړاندې تور پورې کړی چې له افغانستان څخه ورانکاري پاکستان ته اوړي او په دغه هېواد کې په ترهګریزو پېښو کې لاس لري. خو د طالبانو د حکومت چارواکو دغه تورونه بابېزه ګڼلي او ویلي یې دي چې پاکستان "د خپل بام واورې پر بل اچوي."

پاکستان د تیر ۲۰۲۲ کال د لومړیو میاشتو راهیسې په دغه هیواد کې په ځانګړي ډول سند ایالت او پایتخت اسلام اباد کې د سفر د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو د نیولو لړۍ پیل کړې او په سلګونو افغانان یې نیولي او په بند کې اچولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د روان ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې په یو راپور کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې وه او د پاکستان پولیس یې د افغانانو په ځورولو او ورڅخه د بډو په اخیستلو تورن کړي و. خو د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر وايي، له قانوني کډوالو سره مشکل نلري.

هغه وویل: "هغوی زموږ ورونه دي او خوشحاله یو چې دوی دلته دي. خو هغه کسان چې غیر قانوني دلته راځي او په غلاګانو او شوکو کې لاس لري، موږ د هغوی په خلاف اقدامات کوو."

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو اندېښنه ښودلې چې پاکستاني پولیس د قانوني اسنادو لرونکي کډوال هم نیسي او ورڅخه د رشوت په توګه پېسې اخلي. ښاغلي نواز دغه امکان رد نه کړ او زیاته یې کړه چې د مخنیوي دپاره یې هلې ځلې کوي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال اوسیږي، چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

د پاکستان د حکومت د راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته له افغانستان څخه تر ۶۰۰ زرو پورې افغان کډوال دغه هیواد ته تللي دي

فورم \ دبحث خونه