شاته

سعودي عربستان د اسرائیل له خوا اشغال شوې لویدیځې غاړې ته پلاوی لېږلی

سعودي عربستان چې د امریکا په منځګړیتوب له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په اړه خبرې کوي، د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې څلورمه) اشغال شوې لویدیځې غاړې ته یو پلاوی ولیږه.

دا په تیرو دریو لسیزو کې لویدیځې غاړې ته د سعودي د یو پلاوي لومړنی سفر دی.

په لویدیځه غاړه کې د اریحا سرپرست والي یسرا سویتي فرانس پرس ته وویل چې د فلسطین دپاره د سعودي عربستان د غیر استوګن سفیر نایف السدیري په مشرۍ پلاوی له اردن څخه د ځمکې له لارې لودیځې غاړې ته رسېدلی دی.

په ۱۹۹۳ کال کې د اوسلو تړون له لاسلیک وروسته دا لومړی سعودي پلاوی دی چې لویدیځې غاړې ته سفر کوي.

السدیري په اردن کې د سعودي سفیر دی او تېره میاشت د فلسطین په خاوره کې د سعودي عربستان د سفارت او په بیت المقدس کې ددغه هېواد د قونسلي چارو مسوولیت هم ور وسپارل شو.

په رام الله کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د فلسطین لوړپوړی دپلومات ریاض المالکي به د پلاوي هرکلی وکړي.

ټاکل شوې چې السدیري د فلسطین له اوسني مشر محمود عباس سره هم وګوري.

رام الله ته د السدیري سفر په داسې حال کې کیږي چې واشنګټن د اسرائیلو او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو دپاره د خبرو اترو منځګړیتوب کوي، او تمه کیږي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه کېدل به د سیمې اوضاع بدله کړي.

فورم \ دبحث خونه