شاته

چین پر خپلو شرکتونو او اشخاصو د ایران سره د تړاو په سر د امریکا بندیزونه وغندل

بیجینګ د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې څلورمه) وویل پر هغو چینایي شرکتونو او اشخاصو د متحده ایالاتو د بندیزونو "سخت مخالفت" کوي چې د متحده ایالاتو د مالیې وزارت وايي د ایران د ډرون او پوځي الوتکو له پراختیا سره اړیکې لري.

واشنګټن تېره اونۍ وویل چې په ایران، چین، روسیې او ترکیې کې یې پر هغو اوو کسانو او څلورو ادارو بندیزونه لګولي چې د ایران د پوځي وسایلو انتقال او مالي راکړې ورکړې ته یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د امریکا متحده ایالات پر ایران تور لګوي چې روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي، چې دا الوتکې په اوکراین کې د مسکو په جګړه کې له استعمالېدو برسېره په سوریه کې په منظمه توګه کارول کیږي. ایران په اوکراین کې د کارولو لپاره روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو استول ردوي.

د چین د سوداګرۍ وزارت یو ویاند وویل: "چین خبر شوی چې متحده ایالاتو د ایران د ډرون او نظامي الوتکو د تش په نامه پراختیا په تړاو ځینې چینایي شرکتونه او اشخاص د بندیزونو په لیست کې شامل کړي چې چین یې په کلکه مخالفت کوي."

دغه ویاند زیاته کړه: "د امريکا متحده ايالات بايد سمدلاسه پر چينايي تصديو او اشخاصو خپل غير معقول فشار ودروي... چين به د خپلو مشروع حقونو او ګټو د خوندیتوب دپاره لازم تدابير ونيسي."

بې پیلوټه الوتکې د روسیې او ایران لپاره د پوځي ستراتیژۍ مرکزي ټکی ګرځیدلی چې دواړه د لویدیځ تر سختو بندیزونو لاندې دي.

تیره اونۍ د متحده ایالاتو د مالیې وزارت مرستیال براین نیلسن وویل چې د ایران "له لورې د بې پیلوټه الوتکو دوامداره او قصدي خپرول، روسیې او په منځني ختیځ کې [د روسیې] ملاتړو او نور ورانکارو ته ددې توان ورکوي چې نړیوال ثبات کمزوری کړي."

فورم \ دبحث خونه