شاته

ایران کې څلور کسان د زهرجنو شرابو د خرڅلاو په تور په اعدام محکوم شول

د ایران قضائیه قوې د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې څلورمه) وویل، په دغه هېواد کې څلور کسان د بې کیفیته شرابو د خرڅلاو په تور په اعدام محکوم شوي دي.

په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راهیسې د شرابو خرڅلاو او څښل منع دي، چې له امله یې د داسې شرابو قاچاق او کاروبار پراخ شوی چې زهرجن میتانول پکې ګډیږي.

د جون په میاشت کې، د دا ډول الکولو د څښلو له کبله لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شول او ۱۹۱ نور په روغتون کې بستري شول.

د ایران د عدلیې وزارت ویاند مسعود سیتایشي وویل، ۱۱ کسان د تهران په لویدیځ کې د البرز په ولایت کې د زهرجنو شرابو د خرڅلاو په تور محاکمه شوي دي.

سیتایشي وویل، له ۱۱ هغو څخه، څلور یې د مرګ په سزا محکوم شوي او پاتې نورو ته له یو څخه تر پنځو کلونو پورې د بند سزا ورکړل شوې ده. هغه زیاته کړه چې محکومین کولی شي په ستره محکمه کې د استیناف غوښتنه وکړي.

د جون په میاشت کې، ایراني چارواکو وویل د سینګار د سامانونو د جوړولو له یوې فابریکې څخه یې شاوخوا ۶۰۰۰ لیتره بدل شراب ضبط کړي دي.

د ایران د عدلي طب انسټیټیوټ ویلي، د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۶۴۴ کسان د "جعلي الکولي مشروباتو" د څښلو له امله مړه شوي، چې د یو کال وړاندې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

په ۲۰۲۰ کې د کرونا د وبا په عوج کې، لږ تر لږه ۲۱۰ ایرانیان د زهرجنو شرابو څښلو له کبله مړه شوي وو. هغوی په دې باور وو چې شراب د کرونا د ویروس درملنه کوي.

په ایران کې د عیسویانو، یهودو او زردشتي لږکي پر الکولو له بندیز څخه مستثنی دي او بهرنيان اړ دي چې ددې بندیز درناوی وکړي.

فورم \ دبحث خونه