شاته

د افغانستان د کرکټ لوبډله هند ته ورسېده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن سه شنبه سپتمبر ۲۶ (میزان څلورمه) د نړیوال جام د سیالیو لپاره هند ته ورسېده.

دوی به په نړیوال جام کې لوبېږي، د کرکټ نړیواله شورا وايي چې د دغه جام ګټونکي ته څلور میلیون ډالر جایزه ورکول کېږي.

افغان لوبغاړي د هند د کیریلا ایالت ته رسېدلي دي. دوی به د جمعې په ورځ له جنوبي افریقا سره خپله لومړۍ تمریني لوبه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې لوبغاړو شاوخوا دوې اوونۍ په متحدو عربو اماراتو کې تمرینونه وکړل او د لوبغاړو په فزیکي روزنې باندې یې ډېر کار وکړ.

هند د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د سیالیو کوربه دی چې دا لوبې به یې په بېلابېلو ښارونو کې کېږي.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; thisSnippet.style = "display:flex;justify-content:center;"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو په دغه نړیوال جام کې ټولې لس لوبډلې دي. هره لوبډله له بلې سره لوبې کوي او څلور غوره لوبډلې به یې نیمه پایلوبو ته وځي. په دې حساب، افغانستان به په نړیوال جام کې نهه لوبې کوي او که نیمه پایلوبې ته ووتل، لوبې به یې زیاتې وي.

د افغانستان لومړۍ تمریني لوبه له جنوبي افریقا او بله یې له سري لانکا سره ده او د نړیوال جام اوله لوبه یې د اکتوبر په اوومه نېټه له بنګله دېش سره ده.

جایزې

د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی دي چې د دغه جام ګټونکي ته څلور میلیون ډالر دویم مقام ته یې دوه میلیونه ډالر ورکول کېږي. هغه لوبډلې چې په نیمه پایلوبو کې لوبې بایلي، ۸۰۰ زره ډالر ورکول کېږي.

د هر بري په سر ۴۰ زره ډالر او ټولو ګډونوالو ته د هغوی په ګډون سره ۸۰ زره ډالر ورکول کېږي.

لنډ تاریخ

د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو نړیوال جام له ۱۹۷۵ کال راهېسې پیل شوی او هر څلور کاله وروسته یو ځل کېږي. افغانستان له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا په دغه نړیوال جام کې لوبېږي. دا يې درېیم ځل دی. د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې افغانستان یوه لوبه هم ګټلې نه وه.

استرالیا تر دې دمه دغه نړیوال جام پنځه ځلې ګټلی. هند او ویسټ انډیز دوه دوه ځلې ګټلی، او انګلنډ، پاکستان او سري لانکا یو- یو ځلې دا نړیوال جام ګټلی دی.

فورم \ دبحث خونه