شاته

د پاکستان پوځ وايي افغانستان سره یې نژدې درې اورپکي وژلي

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (میزان څلورمه) وویل چې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې یې د اورپکو په یو پټنځای برید کړی او درې اورپکي یې وژلي دي.

وایي دا برید د خیبر په سیمه کې شوی دی. د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې په برید کې د اورپکو یو قومندان هم وژل شوی دی.

اعلامیه وایي دغو اورپکو په تېر وخت کې د پاکستان په ځواکونو باندې بریدونه کړي وو. د برید په اړه ډېر جزیات ورکړل شوي نه دي.

د پاکستان تحریک طالبانو ډلې د پاکستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې د بریدونو اعلان کړی او وخت ناوخت د ځینو بریدونو مسئولیت مني.

پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره په فکر او عقیدې کې نژدې دي او په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې یې د افغان طالبانو سره اوږه په اوږه جګړه کړې ده.

د ۲۰۱۲ کال د اګست په میاشت کې په کابل باندې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، دغې ډلې د پاکستاني طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د خبرو کوربتوب وکړ. اسلام اباد او پاکستاني طالبانو اوربند وکړ، خو دا تړون ژر مات او پاکستاني طالبانو د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې بیا د بریدونو اعلان وکړ.

پاکستان ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې فعال دي او له هغه ځای څخه په پاکستان کې د بریدونو تابیا کوي. خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه