شاته

امریکا د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه نه وه ورکړې چې واشنګټن ته ولاړ شي

متحده ایالات وایي تیره اوونۍ یې د ایران د بهرنیو چارو زویر حسین امیر عبداللهیان ته اجازه نه وه ورکړې چې واشنګټن ډي سي ته ولاړ شي.

د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند میتو میلر دوشنبه سپټمبر ۲۵ (تلې۳) په خبري کنفرانس کې وویل د ایران دا غوښتنه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت رد کړې وه.

ښاغلي میلر وویل، "دا زمونږ مسؤلیت دی چې د ایران او نورو بهرنیو هیوادونو چارواکو ته اجازه ورکړو چې د ملګرو ملتونو اړوندو کارونو لپاره نیو یارک ته راشي خو دا مسؤلیت نلرو چې هغوي ته واشنګټن ته د سفر کولو اجازه ورکړو".

د راپورونو له مخې ښاغلي عبداللهیان چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې کې د ګډون لپاره نیویارک ته راغلی و، غوښتل یې چې په واشنګټن کې د ایران قونسلي ګټو څانګه وګوري خو د بهرنیو چارو وزارت د امریکایي اتباعو بندي کیدو له کبله د ایران دې جګپوړي دیپلومات ته دا جازه نده ورکړې.


د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې پدې هکله وویل، " دیته په کتو چې ایران په غیر قانوني توګه امریکایي اتباع بندي کړي، د ترهګرۍ سره د ایران دولتي ملاتړ ته په کتو، مونږ پریکړه وکړله چې دې غوښتنې ته اجازه ورکول مناسبه او ضروري نه وه".
د امواج خبري ویب پاڼې د لومړي ځل لپاره واشنګټن ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر خبر خپور کړی و او که چیرته شوی وی دا به په تیرو څوارلسو کالونو کې لومړی ځل وی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر واشنګټن ته ځي.

پدې راپور کې د یوې سرچینې له خولې چې نوم یې ندی اخیستل شوی ویل شوي چې ښاغلي عبداللهیان غوښتل د ایران د قونسلي ګټې فعالیت له نږدې وګوري خو تر څنګ غوښتل دا هم څرګنده کړې چې ګنې د تهران – واشنګټن اړیکې یو څه نرمې شوې.

ایران تیره اوونۍ پنځه امریکایي اتباع چې د څو کالونو راپدیخوا هلته بندیان و، خوشې کړل.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن ویلي و چې دا کسان په "ناحقه نیول شوي" وو او د هغوي خوشې کیدل یې تائید کړل.

امریکا د قطر،‌ عمان، سویزرلنډ او جنوبي کوریا په ګډون د ټولو هغو هېوادونو څخه مننه کړې چې ددې امریکایي اتباعو په خوشې کیدو کې یې منځګړتوب کړی و.

د سپینې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت په اعلامیو کې په ځانګړي ډول د قطر د امیر شیخ تمیم بن حماد، د عمان د سلطان هیتم بن طارق څخه مننه شوې.

امریکا ددې بندیانو د خوشې کیدو په بدل کې د ځینو ایراني بندیانو خوشې کیدو تر څنګ د ایران د شتمنۍ یوه برخه هم خلاصه کړې او د قطر یو بانک ته یې استولې ده.

ایران په جنوبي کوریا باندې د تیلو د خرڅولو له درکه هلته شپږ میلیارد ډالر لرل، چې د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ له لوري په ایران د بندیز له لګولو ورسته ګنګل شول.

د ایران مرکزي بانک مشر محمد رضا فرزین ویلي و چې ایران به له جنوبي کوریا څخه تاوان غواړي چې ولې یې دا پېسې ساتلې وې. هغه د ایران ملي تلویزون ته ویلي و، "موږ به د ایران د حکومت په استازیتوب د جنوبي کوریا په ضد د دغو پېسو د ساتلو او ارزښت د کمېدو له کبله شکایت کوو."


واشنګټن او تهران وروسته تر هغه دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړلې چې د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب څخه وروسته مظاهره چیانو د ۴۴۴ ورځو لپاره امریکایي دیپلوماتان په تهران کې د امریکا په سفارت کې یرغمل کړل.

د هماغې ورځې راپدیخوا په واشنګټن ډي سي کې د ایران د قونسلي ګټو څانګې باندې د پاکستان بیرغ لګول شوی.

فورم \ دبحث خونه