شاته

د ابرامز زغره وال امریکایی ټانکونه اوکراین ته ورسیدل: زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ، سپټمبر ۲۵ (تلې دریمه)، وویل چې د اوکراین پوځ د ابرامز امریکايي زغره وال ټانکونو لومړي جوپه ترلاسه کړله.

کتونکي وايي، دغو زغره والو ټانکونو ته د اوکرایني ځواکونو لاسرسی به نه یواځې د دوی جګړه ایزې وړتیاوي لوړې کړي، بلکې د روسي یرغلګرو ځواکونو پر وړاندې به د کیف د ځوابي عملیاتو بهیر هم چټک کړي چې اوسمهال ورو پرمخ روان دی.

اوکرایني ځواکونو د جون په میاشت کې، د لویدیځو هیوادونو څخه د یو شمیر وسلو د ترلاسه کولو وروسته، د روسیې د ځواکونو پرشا تمبولو لپاره ځوابي عملیات پیل کړل.

زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې په یو پیغام کې لیکلي: "د دفاع وزیر، رستم عمروف څخه ښه خبر دا دی، چې ابرامز ټانکونه اوکراین ته رسیدلي او زموږ د لواګانو د پیاوړتیا لپاره چمتو دي."

خو د اوکراین ولسمشر دا نه دي ویلي چې څومره امریکايي ابرامز زغره وال ټانکونه اوکراین ته رسیدلي او نه یې هم څرګنده کړې چې د جګړې لومړیو کرښو ته د دغو ټانکونو لیږل به څومره وخت ونیسي.

د روان کال په لومړیو کې امریکا ژمنه وکړه چې اوکراین ته به ۳۱ ابرامز زغره وال ټانکونه ورکړي. دا پوځي مرسته له اوکراین سره د هغو ۴۳ میلیارډو ډالرو پوځي مرستو برخه ده چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې دغه هېواد ته ورکړل شوې دي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، په دې وروستیو کې له اوکراین سره د لویدیځو هېوادونو پوځي مرستو ته په اشاره سره ویلي دي چې لویدیځ په حقیقت کې د مسکو پر ضد مخامخ جګړې ته داخل شوی دی.

سرګي لاوروف، شنبه سپټمبر ۲۳ (تلې لومړی نېټه) د ملګرو ملتونو په عمومي مرکز کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: " تاسو چې ورته هر څه وایاست، خو هغوي (لویدیځ هیوادونه) زمونږ سره جګړه کوي. هغوي زمونږ سره مخامخ جګړه کوي."

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن په ګډون د لویدیځو هیوادونو مشرانو ویلي چې د روسیې سره هیڅ وخت مخامخ جګړه نه غواړي او ښاغلي بایډن خو آن دا ویلي چې اوکراین ته به سرتیرې وانستوي خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د میلیاردو ډالرو په ارښت د وسلو ورکړه د جګړې په معنا ده.

سرګې لاوروف وویل چې د تیر کال راپدیخوا چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو کیف ته د وسلو تر څنګ امریکا و برتانیې ورسره د استخباراتي معلوماتو په شریکولو کې هم مرسته کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د غربي هیوادونو همدا مرستې او په اوکراین کې د برتانیې او امریکا د نظامي سلاکارانو موجودیت په معنی چې لویدیځ هیوادونه "د اوکراینیانو د لاسونو او وجود څخه په ګټه اخیستو په حقیقت کې زمونږ سره جګړه کوي."

فورم \ دبحث خونه