شاته

د پاکستان په بېنکونو او خلاص مارکیټ کې د ډالر نرخ نور هم په ښکته تللی دی

د پاکستان په بېنکونو اؤ خلاص مارکیټ کې د ډالر غورځېدو لړۍ دوامداره ده اؤ د جمعې په ورځ د یو ډالر نرخ نور هم یوه روپۍ اؤ‌ 37 پیسې غورځېدلی اؤ 291 روپو اؤ 40 پېسو ته راښکته شوی دی.

نن - جمعه د کاروباري اوونۍ په وروستۍ ورځ چې څنګه د روزګار پېل وشو نو په بېنکونو کې د ډالر نرخ په غورځېدو شو اؤ تر غرمې په دې کې 99 پیسې کمی ولیدل شو خو بیا تر ماسپښینه د ډالر د نرخ غورځېدو لړۍ دوامداره پاتې شوه اؤ په دې کې یوه روپۍ اؤ‌ 37 پېسې کمی رامنځته شو.

له دې تازه کمي سره په بېنکونو کې د یو ډالر نرخ 291 روپو اؤ 40 پېسو اؤ په خلاص مارکیټ کې بیا 295 روپو ته راښکته شوی دی.

په پاکستان کې د حکومت اؤ قانون پځای کوونکو ادارو لخوا د ډالرو د ذخیره کوونکو، غیرقانوني کاروبار اؤ قاچاقبرانو پرضد د عملیاتو پېل کېدو راپدېخوا د روانې میاشتې په مهال د بېنکونو دننه د یو ډالر نرخ تر 17 روپو زیات اؤ په خلاص مارکیټ کې 34 روپۍ په ښکته تللی دی.

پاکستان کې د پیسو بدلوونکو د سازمان مشر ملک بوستان اوړمه ورځ دي نیوز ورځپاڼې ته ویلي وؤ که حکومت د ډالرو د ذخیره کوونکو اؤ قاچاقبرانو پرضد عملیات دوامداره وساتل نو د ډالر نرخ د 250 روپو نه هم په ښکته تللی شي.

ملک بوستان هیله ښودلې وه چې د حکومت له لوري د ډالرو د ذخیره کوونکو، قاچاقبرانو اؤ غیرقانوني کاروباریانو پرضد د عملیاتو نه وروسته به د هیواد په ترسیلات زر کې د 10 نه نیولې تر20 فیصدو زیاتوالی راشي.

د هغه په وینا، د ډالرو د ذخیره کوونکو اؤ قاچاقبرانو پرضد له عملیاتو وړاندې به د پیسو د تبادلې کمپنیانو ته هره ورځ پینځه ملینه ډالر ورکړی کېدل خو وایي اوس هغوي ته 15 میلینه ډالر ورکړل کیږي چې دا په ورکړل کیدونکو ډالرو کې 200 فیصدي اضافه ښیي.

هغه وایي د پیسو د تبادلې کمپنیو ته د زیاتو ډالرو ترلاسه کېدو له امله د انټربینک اؤ خلاص مارکیټ په نرخونو کې واضحه کمی رامنځته شوی دی اؤ د ډالر نرخ په ښکته تللی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00