لاهور: په سکه لور د جنسي تېري په جرم کې عدالت پلار ته د تېزندۍ سزا اورولې ده
د لاهور یوې ځایي محکمې پخپله سکه لور د جنسي تیري په جرم کې د محمد رفیق په نوم یو تن ته د تېزندۍ سزا اورولې ده.
د پنجاب د لاهور ښار په اوسیدونکي محمد رفیق تور لګیدلی ؤ چې هغه پخپله 14 کلنه سکه لور جنسي تېری کړی ؤ چې وروسته بیا په کال 2019م کې د لاهور ستوکتله پولیس تاڼه کې د هغه پرضد مقدمه درج کړل شوې وه اؤ پولیسو هغه په دغه جرم کې نیولی ؤ.
د محمد رفیق په نوم د دغه تن پرضد د لاهور په سیشن عدالت کې مقدمه روانه وه چې نن د جمعې په ورځ ایډیشنل سیشن جج میا شاهد جواد په نوموړي تن د جرم ثابېتېدو له امله هغه ته د تېزندۍ سزا اؤ د لسو لکو روپو جرمانه اورولې ده.
پاکستاني رسنۍ وایي چې د مجرم پرضد لږ تر لږه 11 ګواهانو په محکمه کې ګواهي کړې وه چې پخپله ماشومه لور یې جنسي تېری کړی دی.
عدالت هغه ته د تېزندۍ د سزا اورولو په فیصله کې ویلي چې یو پلار مدام د اولاد محافظ ګڼل کیږي اؤ که چرې د هغه لور څوک بهرنی تن تنګوي نو هغه خپل پلار، خپل محافظ ګڼي اؤ ګیله ورته کوي خو په دې کیس کې یو سکه پلار په خپلې لور د جنسي تیري کولو سره د هغې شخصیت، روح اؤ بدن تباه کړی دی.
تر دې وړاندې پروسکال د جولایي په میاشت کې د خېبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې هم یو ځایي محکمې د سلطان محمود په نوم یو تن ته پخپله 14 کلنه د جنسي تیري په جرم کې د تېزندۍ سزا اورولې وه.
همدا شان په جون کال 2021م کې د پنجاب یو ځایي عدالت د شیخو پوره په قانونګو سیمه کې یو پلار ته پخپله 13 کلنه لور د جنسي تیري په جرم کې د مرګ سزا اورولې وه.
Forum