شاته

څېړونکو پاکستان کې د انتخاباتو په اعلان اییني پوښتنې راولاړې کړې دي

د اييني او سياسي چارو پوهان وايي، که څه هم د پاکستان د انتخابي کمیشن لخوا د راتلونکي کال 2024م د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې د عامو انتخاباتو کولو له اعلان سره د ټاکنو د کېدو یا نه کېدو په اړه شکونه یو څه ختم کړې دي خو بيا هم د انتخاباتو د نېټې سره تړلې اييني پوښتنې لا پاتې دي.

په پاکستان کې د عامو انتخاباتو د کېدو په اړه شکونه پرون د زيارت په ورځ هغه مهال راکم شول کله چې انتخاباتي کمېشن د کال 2024م جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې د ټول ټاکنو اعلان وکړو.

په پاکستان کې د کال 2018م د عامو انتخاباتو په نتیجه کې د جوړې شوې قامي اسمبلۍ موده د 2018م کال د اګست د 13مې نېټې څخه پېل شوې وه او د هغې 5 کلن معياد د 2023م کال اګست په 12مه نېټه سرته رسېدو خو پخواني وزیر اعظم شهباز شريف قامي اسمبلي د ټاکل شوې مودې نه وړاندې د اګست په 9مه ماته کړې وه.

د پاکستان د دستور په 52 ماده کې د قامي اسمبلۍ موده 5 کاله ټاکل شوې ده او د ايين د 224 الف مادې لاندې وېل شوي که قامي اسمبلي د خپل ټاکلي معياد څخه وړاندې ماته کړی شي نو عامې ټاکنې په 90 ورځو کې دننه کول لازم وي.

د اييني چارو ماهرين وايي که اسمبلۍ خپله دستوري موده پوره کوي نو بيا د هغې ورځې وروسته په 60 ورځو کې دننه انتخابات کول پکار دي او که چېرې اسمبلي د وخت څه مخکې تحلیل کړی شي نو ټاکنې په 90 ورځو کې دننه کول وي.

د اییني چارو کار پوهه شېر امان خان وایي، په ايين کې د نوي ورځو دننه د انتخاباتو کولو وخت ورکړی شوی دی او د دستور 224 ماده هم وايي چي انتخابات په 90 ورځو کې دننه کېدل پکار دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د رڼو او بې پلوه ټاکنې مقصد هم دا وي چې د انتخاباتو نيټه واضحه وي.

"زما په اند دا بيا يو مبهم صورتحال جوړ شوی دی او د انتخاباتو د کمېشن دا اعلان به په عدالت کې چېلنج کېږي"

پاکستان تحریک انصاف ګوند د جنورۍ په میاشت کې د عامو انتخاباتو کولو په اړه د انتخاباتو د کمېشن اعلامیه په عدالت کې چېلنج کړې ده او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د کور کمېټۍ غړی شعېب شاهين وايي د مشترکه مفاداتو د کونسل په وروستۍ غونډه کې د نوې سر شمېرنې د نتىجو اعلانول او د کونسل جوړښت غېر اييني وو.

وي او ای ډیوه ته ښاغلي شعېب شاهين ویلي،په دې اړه د دستور 224 ماده ډېره واضحه ده او هغه وايي که څه هم وجه وي خو عام انتخابات د 90 ورځو څخه نه شي ورستو کېدای.

د نوموړي په وینا د جنورۍ په میاشت کې د عامو انتخاباتو په اړه د انتخابي کمېشن اعلان په خپله غېر اييني دې ولې چې په هغې هم کره نېټه نه ده ښودل شوې او بله دا چې د قامي اسمبلۍ د ټاکنو تاریخ ورکول د صدر ذمه واري ده او هغه د 6م نومبر نېټه له وړاندې ورکړې ده نو ځکه د انتخاباتو شېډول هم په 90 ورځو دننه راتلل ضروري دي.

هغه وایي که چرې دا نېټه له دې مخکې ځي نو دا به غېر دستوري ګام وي او پاکستان تحریک انصاف له وړاندې نه د مشترکه مفاداتو د کونسل پرېکړه ستره محکمه کې چېلنج کړې ده.

د پاکستان مسلم لیګ نون ګوند مشر احسن اقبال تېره ورځ د جيو نيوز سره خبرو کې وېلي د الیکشن کمېشن د انتخاباتو له اعلان سره باید چې اوس بې يقيني ختمه شي او خلک دې د انتخاباتو تېاري پېل کړي.

د ستمبر په 3مه نېټه د پاکستان د بشري حقونو د څار غېر دولتي خپلواکه کمېشن هم ملک کې د انتخاباتو په اړه په غېر باوري حالاتو اندېښنه څرګنده کړې وه او د انتخابي کمیشن څخه یې په سمدستي توګه د انتخاباتو د مهال وېش اعلانولو غوښتنه کړې وه.

د سياسي او عدالتي چارو شنونکي وايي د سپريم کورټ د پخواني مشر قاضي عمر عطا بنديال هغه فېصلې هم شکونه پېدا کړي وو چې پکې د احتساب په قانون کې د پي ډي اېم حکومت بدلونونه کالعدم ګرځول شوې وو.

دسیاسي چارو کار پوهه اؤ وتلی خبریال مطیع الله جان وایي وي او ای ډیوه ته ویلي انتخابي کمشن د سياسي ډلو د شکونو ختمولو لپاره په ظاهره د انتخاباتو د نېټې په اړه دا مبهم اعلان کړی دی ځکه چې انتخاباتي کمېشن د اسمبليو د تحلیل کېدو وروسته په 90 ورځو کې دننه د ټاکنو د نېټې ورکولو پابند دې.

د پاکستان د اطلاعاتو نګران وفاقي وزیر مرتضا سولنګي پرون د زيارت په ورځ خبري غونډې ته وېلي وؤ د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې به د ايين مطابق انتخابات کېږي او دا خبر د هغو خلكو لپاره مايوسۍ وړ دی چې د نګران حکومت د مودې د اوږدېدو اوازې خوروي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00