شاته

په امریکا کې د مېشتو افغانانو د لنډمهاله اوسېدو قانوني موده 18 میاشتې نوره و غزول شوه

د امریکې حکومت په دې هېواد کې د هغو افغانانو د اوسېدو قانوني موده څه باندې یو کال غزولې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دې هېواد ته راغلي دي، خو دا نه ده معلومه چې دوی ته به د دایمي اوسېدو اسناد ورکړل شي که نه.

د امریکې د هوم لېنډ سیکیورټي ادارې د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یو بیان کې ویلي، دا پرېکړه د "لنډمهالي حفاظتي حیثیت" د پروګرام له مخې شوې چې وایي‌ په امریکا کې مېشتو 14,600 افغانانو ته به ګټه ورسوي.

د دې پرېکړې له مخې د 2022م کال د مارچ تر پینځمې وروسته او د 2023م کال د ستمبر تر 20مې وروسته امریکې ته راغلي افغانان به تر 2025م کال پورې دلته قانوني ژوند کوي او کولای شي کار وکړي.

د امریکې د کورني امنیت وزیر الیجندرو مایورکس وایي، ددغه پروګرام بیا غزول په شرایطو برابرو لا زیاتو افغانانو ته ددې اجازه ورکوي، چې د لنډمهالي حفاظتي پروګرام او د کار د اجازې تر لاسه کولو لپاره درخواستونه ورکړي.

ښاغلي مایورکس د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یو بیان کې وویل، دا پروګرام په افغانستان کې د وسلوالې شخړې او غیرمعمول موقتي حالاتو له امله وطن ته د افغانانو د بیرته ستنېدلو مخه نیسي.

مایورکس وویل د دغو افغانانو د اوسېدو موده د 18 میاشتو لپاره د 2023م کال د نومبر د 21مې د 2025 کال د مې تر 20مې پورې غزول شوې او دوی ته یو نوی قانوني حیثیت ورکړل شوی دی:

"دغه اعلان چې د افغانستان لپاره لنډمهالی حفاظتي پروګرام وغزوو او نوی حیثیت ورکړو موږ ته امکان راکوي چې هغو افغانانو ته په امن او خوندي چاپیریال چمتو کړو، کوم چې خپل هیواد ته نه شي ستنېدلی. د کورني امنیت وزارت په دوامدار ډول د دغسې بشردوستانه مرستو له لارې د هغوی ملاتړ کوي".

د امریکې هوم لېنډ سیکیورټي ادارې په بیان کې ویلي،‌ د لنډمهالې اوسېدنې په پروګرام کې هغه خلک شاملېږي چې په هیواد کې یې شخړې، موسمي او قدرتي افتونه یا یو ځانګړی او لنډمهالی حالت وي.

وایي افغانستان په دې پروګرام هلته د روانې وسلوالې شخړې، خوراکي توکو، د څښلو پاکو اوبو او علاج ته د لاسرسي نه لرلو، د بنیادي اډاڼو د ورانۍ، په کور دننه بې ځایه کېدو او اقتصادي بحران له کبله شامل شوی دی.

د امریکې د کورني امنیت وزارت ویلي، ددې پروګرام غزول به نیژدې 3,100 افغانانو ته چې په اوس وخت کې له دې پروګرامه ګټه اخلي که په شرایطو برابر وګڼل شي د 2025 کال د مې تر 20مې پورې په امریکا کې د لنډمهالي قانوني اوسېدلو موقع تر لاسه کړي.

د امریکې د کورني امنیت وزارت ویلي، ټول هغه کسان چې بیا خپل نومونه لیکي، ممکن د کار د اوسنۍ اجازې تر ختمېدو وړاندې د کار نوی جواز یا ورک پرمټ تر لاسه نه کړي او د هغوی د کار جواز پخپله د 2024م کال د نومبر تر 20مې غزول کیږي.

د امریکې د حکومت د شمیرو له مخې په افغانستان کې د 2021م په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د انخلا په بهیر کې شاوخوا یو لک 20 زره افغانان ایستل شوي چې یو شمېر یې د دوو کلونو دپاره په امریکا کې میشت شوي دي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00