شاته

د ملگرو ملتونو سېکرېټري جنرل: د موسمي بحران د مخنیوي دپاره وخت کم پاته دی

د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرېش د شورو/چهارشنبې په ورځ د موسمي بدلون په اړه یوې نړېوالې غونډې کې د دنیا مشرانو ته خبرداری ورکړ چې د یوې ماحولیاتي تباهۍ د مخنیوي دپاره زیات وخت نشته دی.

انټونیو ګوتېرېش په نیویارک کې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلې د یو ورځېني سېمپوزیم په پیل کې وویل: "مونږ ته په کار ده چې د هغه تېر شوي وخت معاوضه وکړو کوم چې د ټنبلۍ، زورآزمایۍ، او د فوسیل سوند توکو له درکه د بېلینونو ډالرو د مفاداتو په لالچ کې له لاسه تللی دی."

د ګوتېرېش د پرانېستونکې وینا نه پس، طمعه کېدله چې د برازیل، پاکستان، جنوبي افریقې، کېنېډا په شمول د ۳۴ ملکونو نماینده مشران په موضوع باندې تقریرونه وکړي. د برازیل صدر لویس اناسیو لولا دې سېلوا د ناروغه کېدو له کبله په جلسې کې تقریر ونکړ او پر ځای یې خبر ورکړل شو چې د برازیل د ماحولیاتو وزیر به وینا واوروي.

خو د تقریر کوونکو په فهرست کې د امریکا او چین مشرانو نوم نه و شامل. چین او امریکا د نړۍ دوه ستر اقتصادي طاقتونه دي چې د زهرجنو ګېسونو زیاتره پیداوار هم دغو دوو ملکونو پورې اړه لري، او زهرجن ګېسونه د موسمي بدلون اهم عامل ګڼل کیږي. په غونډه کې صرف هغو ملکونو ته د وینا بلنه ورکړل شوې وه چې د زهرجنو ګېسونو پیداوار کې د کمولو ژمنې کړې دي. د امریکا په نمایندګۍ، د موسمي چارو دپاره خاص استازی جان کېري په غونډه کې موجود و، مګر تقریر یې ونکړ.

ګوټېرېش وویل چې د فوسیل فیولز یا حیاتیاتي سون توکو نه قابل تجدید سون توکو ته د نړۍ مخه کول شورو شوي دي، مګر دا پرمختګ باید لسهاوو کلونه مخکې ترسره شوی و. هغه زیاته کړه چې د موسمي بدلون ناوړه اثرات، تر ټولو زیات هغه ملکونه اغېزمن کړي چې ترقي پسنده دي.

د ملګرو ملتونو د سېکرېټري جنرل وینا وه: "دا د ډېری غریبو ملکونو حق دی چې غوسه وي. په دې غوسه وي چې د موسمي بدلون ذمه وار نه دي مګر موسمي بدلون نقصانات ور رسوي. په دې غوسه وي چې وعده کړی شوي مالی مرستې ورسره عملي نشوې، په دې غوسه چې د قرضو بوج یې تر آسمانونو رسېدلی دی."

ګوتېرېش دا هم وویل چې خوشبینه دی د موسمي بدلون په ناسته کې به ځیني دولتمن ملکونه او کمپنیانې قانع کړی شي چې د ملګرو ملتونو عمومي هدف سره اتفاق وکړي، او دا هدف تر ۲۰۵۰ کاله پورې د زهرجنو ګېسونو د پیداوار بالکل ختمول دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00