شاته

د پاکستان پوځ په بنو او شمالي وزیرستان کې د اتو ترهګرو وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ دعوه کړې د خېبرپښتونخوا په بنو او شمالي وزيرستان کې یې د استخباراتو په بنياد عمليات کړي، اته ترهګر یې وژلي او پينځه نور یې نيولي دي، خو د ترهګرو پېژندګلو نه ده ښکاره کړی شوې.

پوځ د زيارت/ پنجشنبې په ورځ ناوخته ويلي، لومړي عمليات د بنو په جاني خېلو کې ترسره شوي، په نښته کې د شپږو ترهګرو د وژلو او پينځو نيولو دعوه شوې ده.

پوځ ویلي، ياد ترهګر د امنيتي ځواکونو ضد ترهګرۍ او په 31م اګست په جاني خېلو کې د پوځ په قافله ځانمرګي بريد کې ککړ وو.

د جاني خېلو په ځانمرګي بريد کې نهه پوځي عسکر وژل شوي وو.

پوځ زياته کړې، نور عمليات د افغانستان سره په پوله ناارامه سيمې شمالي وزيرستان په دته خېل تحصيل کې شوي او د امنيتي ځواکونو سره په نښته کې دوه ترهګر وژل شوي دي.

پوځ د وژل شوو ترهګرو څخه د وسلې ترلاسه کولو هم ويلي دي.

خو په پوځي بيان کې د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو نه ده ښکاره شوې او نه په عملياتو کې پوځ ته د کوم تاوان اوښتو ويل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو او نورو سيمو کې په امنیتي ځواکونو د زیاترو بريدونو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان مني.

خو د تازه پوځي عملياتو په حواله تحریک طالبان پاکستان يا بلې کومې ډلې تراوسه څه نه دي ويلي.

په 31م اګست د جاني خېلو د بريد په حواله په ټولنيزو رسنيو ویل شوي وو، د طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې د بريد زمه واري منلې وه.

په جاني خېلو کې امنيتي ځواکونو باندې د بريد وروسته د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ ويلي وو، "مونږ په دې يقين لرو چې يوه ترهګره ډله هم دومره توان نه لري چې د پاکستان يوه علاقه يا يو يونين کونسل ونيسي، هغوی وران کاري او ناامني کولی شي خو هغوی ته به هغه رنګ ځواب ويلی شي. امنیتي او دفاعي ځواکونه هر وخت چوکس دي هیڅ د پرېشانۍ خبره نشته ملک محفوظ دی".

د جاني خېلو د بريد نه مخکې د اګست په 22مه د افغانستان سره په پوله پرته بر جنوبي وزیرستان ضلعه کې د پوځ په قافله وسله وال بريد شوی، د وسله والو سره نښته کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او د څلورو ترهګرو د وژل کېدو دعوه شوې وه.

تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې، پاکستان انسټيټيوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز [پي آی سي اېس اېس] په خپل يو رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې وسله وال بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00