شاته

پېښور او پښين کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي، د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور او د بلوچستان صوبې په پشين ضلعه کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي دي.

د پوليو د مخنيوي پروګرام ترمخه، د پېښور نه په پينځم ستمبر او پشين نه په څلورم ستمبر د خچنو يا ګنده اوبو څخه نمونې اخستل شوې او پاکستان کې د پوليو دپاره جوړې قامي ليبارټرۍ کې یې معاينه شوې، د پولیو وايرس پکې معلوم شوي دي.

ويل شوي ياد وايرس په افغانستان کې د موجودو وايرسو سره تړاو لري.

د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال په پېښور کې په ماحولياتي نمونو کې په 11م ځل د پوليو وايرس معلوم شوي او بلوچستان کې د اپرېل وروسته په لومړی ځل د پوليو وايرس معلوم شوي دي.

د صحت مرکزي وزير نديم جان ویلي، د پولې پورې غاړې ته د وايرسو موجودګي د هر ماشوم دپاره خطره ده.

هغه ویلي، د اکتوبر په میاشت کې به په قامي کچه د پوليو ضد کمپاين کولی شي په کوم کې به د څلورو کروړو څخه زيات ماشومان ويکسين کولی شي.

نديم جان زياته کړې، پاکستان او افغانستان د يو بل نه بغېر د پوليو خاتمه نه شي کولی او دواړه د پوليو ضد مبارزه کې متحد دي.

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو دوه پېښې مخې ته راغلي او 24 مثبتې ماحولياتي نمونې رپورټ شوي دي.

د پاکستان د پولیو مخنيوي د پروګرام د خبر ترمخه، افغانستان کې سږ کال د پوليو پينځه پېښې او 33 مثبتې ماحولياتي نمونې معلومې شوي دي.

پاکستان کې له دې وړاندې د پېښور نه علاوه په لاهور او کراچۍ کې هم په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي وو.

د روغتيا د نړيوال سازمان [ډبليو ايچ او] په پاکستان کې د روغتيايي پروګرام مشر ډاکټر پليتها مهيپالا ويلي، د سازمان په مرسته او د حکومت د هڅو په نتيجه کې به پاکستان په راتلونکو کلونو کې له پوليو وايرسه پاک يا پوليو فري هيواد وګرځول شي.

ډاکټر پليتها دوه ورځې وړاندې د بلوچستان صوبې شمالي سيمې ږوب يو ورځنی سفر کړی وو.

نوموړي له وي او اې ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې ويلي وو، نوره نړۍ له پوليو وايرس پاکه شوې ده خو دوه اېشيايي ګاونډي هيوادونه پاکستان او افغانستان اوس هم د دې وايرس په مسله کې ښکېل دي.

هغه ويلي وو، په پاکستان کې د پوليو وايرس تر يوې ځانګړې سيمې محدوده دی، خو د پوليو د مخنيوي کار ډېر ښه روان دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00