شاته

طالبان وايي، پاکستان سره یې په امنيتي مسايلو، کډوالو په نيولو او نورو موضوعاتو خبرې کړي

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره یې "په امنيتي مسايلو، پاکستان کې د افغان کډوالو په نيولو، د مسافرو سره د چمن په بولدک پوله د چلند ترڅنګ د سوداګرۍ" په موضوعاتو خبرې کړي دي.

د رپوټونو ترمخه د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د کابل ناڅاپي سفر کړی دی. اصف دراني يا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دغه سفر په حواله څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د زيارت، پنجشنبې په ماښام په اېکس [پخواني ټويټر] ويلي، د اصف دراني په مشرۍ پلاوي د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره ليدلي دي.

ويل شوي، په ليدنه کې د "امنیتي مسایلو نه علاوه په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نیولو، چمن بولدک لارکې له مسافرو سره چلند، د سبزیجاتو او میوو د صادراتو په برخه کي د تسهیلاتو رامنځته کولو او په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي اموالو په اړه مفصلې خبرې" شوي دي.

اصف دراني د کابل سفر په داسې حال کې کړی چې پاکستان په وروستيو کې يو ځل بيا تورونه لګولي د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو دغه تورونه رد کړي وو.

د نهم ستمبر وروسته د پاکستان په کراچۍ ښار کې په ځانګړي ډول د افغان کډوالو نيول پېل شوي او په کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرل عبدالجبار تخاري د زيارت، پنجشنبې په ورځ وي او اې ډيوه ته ویلي، د 900 پورې افغان کډوال نيول شوي چې د ډېرو سره پکې قانوني اسناد هم وو او په دوی کې بيا د 200 پورې خوشي کړل شوي دي.

په شپږم ستمبر د افغانستان سره په پوله د پاکستان په شمالي سیمه چترال کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه شوي، پاکستان ويلي وو بريدونه د افغانستان د لوري شوي وو. تحریک طالبان پاکستان د يادو بريدونو زمه واري منلې وه.

هم په دغه ورځ د تورخم په پوله د دواړو خواو ځواکونو ترمنځ نښته شوې او بيا د تورخم پوله تړل شوې او په لسمه ورځ پرانستل شوې وه. د پولې د بندېدو له امله سوداګرو ويلي وو په غټه کچه د مالي تاوانونو سره مخ شوي او د پولې دواړو غاړو ته په ګڼ شمېره کې خلک ايسار شوي وو.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویلي، امیر خان متقي په ليدنه کې يادونه کړې چې "امنیتي مسایل دې د مشترکو کمیټو له لارې حل شي" او د تګ راتګ لویې لارې دې د سياسي او امنيتي تحفظاتو له امله ونه تړل شي.

متقي زياته کړې، افغانستان او پاکستان دې د يو بل ضد د بيانونو ډډه وکړي چې د دواړو ترمنځ فاصلې نه زياتيږي، او د طالبانو "کوشش دا دی چې هيچاته به اجازه نه ورکوي چې د دواړو [افغانستان او پاکستان] ترمنځ روابط خراب کړي".

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویلي، دراني په ليدنه کې وويل، "د سودګرۍ او ټرانزیت او همدا راز د افغانستان او پاکستان تر منځ د عبور په ځایونو کې د رامنځته شوو مشکلاتو لپاره به د حل لارې راوباسي"، او د دې ترڅنګ د دواړو لوريو لخوا ټينګار وشو "چې د پورتنیو موضوعاتو د حل په اړه ژر تر ژره اقدامات ترسره شي، او په راتلونکي کې د هر ډول ناوړه پېښو د رامنځته کېدو مخنیوی وشي".

اصف دراني دوه ورځې وړاندې په اېکس [پخواني ټویټر] ويلي وو، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] د اسيا پېسفک مشر انډريکا رېټويټ سره يې ليدلي، د افغان کډوالو او د دوی د بيرته ستنېدو په حواله یې ورسره خبرې کړې وې.

هغه ويلي، "پاکستان له افغانستانه د امریکايي او نېټو ځواکونو د وتلو وروسته د اووه لکه کډوالو په ګډون د 35لکو څخه زياتو افغان کډوالو کوربه توب کوي".

پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار ترمخه، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.

په 15م ستمبر د پاکستان نګران وزیراعظم ښاغلي انوار الحق کاکړ ویلي وو په هیواد کې په غېر قانوني توګه مېشت کډوال به دلته اوسېدو ته نه پرېښودل کیږي او بېرته به خپلو هېوادونو ته شړل کيږي، هغه ويلي، په غېر قانوني توګه هیڅوک پاکستان کې د اوسیدو حق نه لري.

د يو اېن اېچ سي ار ترمخه، پاکستان کې د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو د کارډونو موده په 30م جون ختمه شوې او ادارې بيا د پاکستان د حکومت او سېفران وزارت سره دغه مسله شريکه کړې او سېفران وزارت په قانوني توګه د افغان کډوالو پاکستان کې پاتې کېدو د دوه کلونو پورې مودې سپارښتنه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00