شاته

محمود عباس په ملګرو ملتونو کې: د فلسطینیانو د حقونو بغیر منځني ختیځ کې امن نشي راتلی

د فلسطینیانو مشر محمود عباس د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې د دوه ریاستونو د جوړېدو د ترکیب نه بغیر، په منځني ختيځ کې امن نشي قایم کېدلی. هغه دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړ چې سعودي عرب د اسراییل په رسمیت پېژندلو باندې غور کوي.

محمود عباس د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ کې د تقریر پر مهال وویل: "هغه کسان چې فکر کوي د فلسطینیانو د پوره، قانوني قامي حقونو د خوندي کېدو نه بغیر به په منځني ختيځ کې امن راشي، هغوی به غلطي کوي."

د فلسطینیانو دغه 87 کلن مشر د مذاکراتو دپاره تازه غوښتنه څرګنده کړه او د ملګرو ملتونو له سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرېش نه یې وغوښتل چې د یو فلسطیني ریاست د جوړولو په موضوع دې یو عالمي کنفرانس راوبولي.

له تاریخي لحاظه امریکا د فلسطینیانو او اسراییل ترمنځ د سولې د خبرو یو منځګړی پاته شوی، او د امریکا صدر جو بایډن د شورو/چهارشنبې په ورځ د اسراییل له وزیراعظم بنیامین نتېنیاهو سره د دوه ریاستونو د جوړولو حل ته د یوې لارې د برابرولو په سر خبرې وکړې. مګر د نتېنیاهو سخت دریځه ښي اړخی حکومت په مقبوظه وېسټ بنک یا لویديځه غاړه کې د یهودیانو نوو آباتیو ته زور ورکړی، کوم چې په نړېواله کچه غیرقانوني ګڼل کیږي.

عباس د زیارت/پنجشنبې په ورځ د نړۍ استازو ته وویل چې د ملګرو ملتونو یو کنفرانس به "ممکن آخري فرصت وي چې د دوه ریاستونو د جوړېدو ترکیب ژوندی پاته شي او د حالاتو د لا زیاتې خرابۍ او زمونږ د خطې او د ټولې نړۍ امن او استحکام ته د خطرې مخه ونیولی شي."

د محمود عباس د دې خبرو نه یوه ورځ وړاندې، د اسراییل وزیراعظم بنیامین نتېنیاهو د امریکې د صدر جو بایډن سره په ملاقات کې، د اسراییل او سعودي عرب ترمنځ د تعلقاتو په عادي کېدو بحث وکړ. د سعودي عرب اختیارداره شهزاده محمد بن سلمان ویلي چې د دوو ملکونو ترمنځ د تعلقاتو د عادي کېدو پروسه نږدې شوې ده.

اسراییل او امریکا په دې باور دي چې له سعودي عرب سره د یهودي ریاست د تعلقاتو عادي کېدل به په ټوله منځني ختيځ کې حالات بدل کړي.

عباس ملګرو ملتونو ته په وینا کې وویل: "د [اسراییل] نوي آباتي کوونکي نسل پرسته، ترهګره کسان زمونږ د خلکو ېرولو او وژلو، د کورونو او آباتیو ورانولو، زمونږ د پیسو او وسایلو لوټلو ته دوام ورکوي."

کله چې عباس د اسراییل تګلاره "اپارټائیډ" وبلله او په وړاندې یې د نړېوالو چوپ پاته کېدل وغندل، د اسراییل سفارتکار د احتجاج په توګه د جنرل اسمبلۍ نه بهر ووتلو.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ګېلاډ اېرډان وویل، عباس دا ثابته کړه چې هغه د امن دپاره شریک نه دی او بالکل د حقیقتونو نه لېرې دی.

د سعودي عرب ولیعهد، محمد بن سلمان د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې غواړي د اسراییل سره د تعلقاتو د جوړولو نه مخکې، د فلسطینیانو په مسئلې باندې پرمختګ وګوري.

د ګل/دوشنبې په ورځ سعودي عرب د یورپي اتحاد، اردن او مصر په همکارۍ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ ترڅنګ، یوه غونډه جوړه کړه چې په کې د فلسطینیانو او اسراییل ترمنځ د امن په حوالې سره بحثونه وشول.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00