شاته

طالبانو د پاکستان نه افغانستان تللي کورنيو دپاره مرستې غوښتي

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د ننګرهار دفتر ويلي، "په دې وروستیو کې د تورخم له لارې هيواد ته 17828 کډوالې کورنۍ بيرته راستنې شوي، چې 13200 یې په ننګرهار کې پاتې شوي دي".

د طالبانو د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر په اېکس [پخواني ټویټر] ویلي، په دې وروستيو کې د پاکستان څخه هېواد ته د بيرته راستندېدونکو کورنيو په شمېر کې زياتوالی راغلی او له مرستندويه ادارو یې غوښتي چې د يادو کورنیو سره په بېلابيلو برخو کې مرستې وکړي.

طالبانو نه دي ويلي چې دغه کورنۍ په څومره موده کې بیرته ستنې شوي خو دا خبر په داسې وخت کې ورکړل شوی چې پاکستان او په ځانګړي ډول د سيند صوبې په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو ګرفتارۍ سېوا شوي دي.

د ننګرهار د طالبانو مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري د مرستندويه ادارو سره ليدلي او ويلي یې دي، "په هېواد کې اقليمي بدلون، وچکالۍ، اقتصادي او سياسي تغيراتو له امله اړتیا ده چې په بېلابيلو برخو کې ډېر کار وشي".

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نهم ستمبر وروسته د افغان کډوالو د نیولو لړۍ سېوا شوې ده.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرل عبدالجبار تخاري وي او اې ډیوه ته وویل، "د نهم ستمبر وروسته په کراچۍ کې خواوشا 900 افغان کډوال نيول شوي او د 200 پورې بيرته خوشي کړل شوي هم دي".

په کراچۍ کې مېشت افغان کډوال وايي، پوليس هغه کډوال هم نيسي چې د پاتې کېدو قانوني اسناد لري. دوی تور لګوي پوليس یې د پېسو دپاره نيسي او که څوک پېسې نه ورکوي د هغو پرضد مقدمې درج کول کيږي.

د کراچۍ پوليسو لوړ پوړو چارواکو د پېسو دپاره د افغان کډوالو نيولو په حواله څه نه دي ویلي خو ځينې د ښکته کچې چارواکي يې دغه تورونه ردوي او وايي يواځې غېر قانونه کسان نيسي.

په نهم ستمبر د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري مطبوعاتو سره په خبرو کې دعوه کړې وه، "غېر قانونه افغانان د جرمونو او ترهګرۍ غټه وجه ده د هغو پرضد به په زورور قوت سره عمليات په نظر راشي دا خلک به نيول کيږي او بيرته به ليږل کيږي".

له دغې وروسته په 15م ستمبر د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي وو په هېواد کې په غېر قانوني توګه مېشت کډوال به دلته اوسېدو ته نه پرېښودل کیږي او بېرته به خپلو هېوادونو ته شړل کيږي.

عبدالجبار تخاري وايي، د دوی سره افغان کډوال رابطې کوي چې بېرته وطن ته ستنېدل غواړي او د لارې دپاره ترې خط غواړي چې په لاره ونه نيول شي.

خو نوموړي وويل، هغه کسان چې بېرته ستنيږي هم نيول کيږي. هغه زياته کړه کره شمېرې ورته نه دي يادې خو د کراچۍ نه ځينې کډوال د چمن د لارې بيرته ستانه شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00