شاته

هندوستان د کېنېډې شهریانو دپاره ویزې وځنډولې

هندوستان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کېنېډې شهریانو دپاره د ویزو خدمات وځنډول او کېنېډې ته يې وویل چې په هندوستان کې خپله سفارتي عمله کمه کړي.

د هندوستان او کېنېډې تعلقات پس له دې د تاوتریخوالي ښکار شوي دي چې د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټرووډو تېره وویل داسې "باوري الزامات" دي چې هندوستان په کېنېډا کې د وژل شویو بېلتون غوښتونکي سیک مشر په قتل کې لاس لري.

پینځه څلوېښت کلن هردیپ سېنګ نجر چې د کلونو راهسې هند ته مطلوب و، د جون په میاشت کې د کېنېډې په وېنکور ښار کې د یوې ګوردوارې سره نژدې په ډزو ووژل شو.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د ټرووډو دې خبرې چې د نجر په وژل کېدو کې هند لاس لري، د دواړو ملکونو تعلقات د تاوتریخوالي ښکار کړل او دواړو د یو بل یو یو سفارتکار د ملک نه وویستلو. هندوستان د نجر په وژنه کې د ککړتیا خبره رد کړې او بې ځایه يې بللې.

په کېنېډا کې د هندوستان د ویزو خواستونه اخیستونکي اېجنسۍ وویل د عملیاتو په سبب د سېپټمبر د 21 نېټې نه تر بلې اطلاع پورې د هندوستان د ویزو خدمات ځنډول شوي دي. د دې مطلب دا دی چې د کېنېډې هغه شهریان چې د مخکې نه د هندوستان ویزې نه لري هند ته نشي تللی تر څو هند د ویزو خدمات بیا نه وي بحال کړي.

د هندوستان د بیورو اف امیګرېشن ترمخه په 2021 کې 80000 کېنېډايي شهریان سیاحت دپاره هندوستان ته تللي وو چې هندوستان ته د ورغلو غیرملکیانو څلورمه زیاته شمېره وه.

د هندوستان د خارجه وزارت ترجمان اریندم باغچي د کېنېډې د شهریانو دپاره د ویزو په عارضي ډول د ځنډول کېدو تصدیق وکړو. هغه وویل په کېنېډې کې د هندوستان های کمېشن او کونسلخانې ته د دړکو له امله د معمول عملیات متاثر شوي دي او په عارضي ډول ویزې نه شي ورکولی. هغه وویل په باقاعده ډول به د صورتحال جاج اخیستل کېږي.

هغه په هندوستان کې د کېنېډې په سفارتي عمله کې د کمي غوښتنه وکړه، او ویې وېل په هندوستان کې د کېنېډې د سفارتي عملې شمېره په کېنېډا کې د هند د سفارتي عملې نه زیاته ده.

په نوي دلي کې د کېنېډې های کمېشن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې په هندوستان کې د کېنېډې ټولې کونسلخانې د معمول سره سم کار کوي. های کمېشن وویل ځینو سفارتکارانو یې د سوشل میډیا دلارې ګواښونه ترلاسه کړي دي چې له امله یې په سفارتي عملې کې سمون کولی شي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ هندوستان کېنېډې ته تلونکو شهریانو ته خبرداری وکړو چې په کېنېډا کې د هند خلاف فعالیتونو او په سیاسي کچه د منل شویو د کرکې د جرمونو له امله دې د سفر په مهال احیتاط کوي.

کېنېډې د نجر په وژل کېدو کې د هندوستان د ککړتیا په اړه څه ثبوت نه دی وړاندې کړی. د هندوستان په امنیتي او استخباراتي ادارو د پاکستان په شمول په جنوبي اېشیا کې د ګڼ شمېر خلکو په وژنو کې د ککړتیا الزام لګول کېږي خو په کېنېډا کې د کېنېډې شهري د وژنې انتظام به بې مثاله اقدام وي. په کېنېډا کې قریبا دوه مېلین هندي نژاد خلک دي.

باغچي وویل کېنېډې هند ته خاص معلومات نه دي شریک کړي.

باغچي په کېنېډا الزام ولګولو چې ترهګرو ته یې پناه ورکړې ده. هغه وویل هندوستان په باقاعده ډول په کېنېډا کې میشته د ځینو کسانو په مجرمانه هلو ځلو کې د ککړتیا په اړه معلومات کېنېډې سره شریک کړي دي خو په دغو معلوماتو عملي ګامونه نه دي اخیستل شوي.

نجر د خالصتان مشر وو چې په یو وخت کې مضبوط تحریک وو او د سینکانو دپاره د جدا وطن غوښتنه کوي او د نونسوه اویایم او د نونسوه اتیایم په لسیزو کې یې د هند په شمالي برخه کې بغاوت شروع کړی و، د هند حکومت دغه تحریک وچقولو او د غورځنګ په ضد اقداماتو کې په زرګونو کسان ووژل شوو چې په کې مشهور سیک مشران هم شامل وو.

په کوم مهال چې نجر وژل کېدو نو هغه د په کېنېډا کې مېشته سیکانو دپاره په غیر رسمي ډول هندوستان نه د ازادۍ په اړه د رېفرېنډم یا د رایو د معلومولو بندوبست کولو.

د مارچ په میاشت کې د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي حکومت په نوي دلي کې د کېنېډې های کمېشنر طلب کړی و او کېنېډا کې د سیکانو د ازادۍ په مظاهرو ورته احتجاج وکړی شو.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د هندوستان نېشنل اېنوېسټيګېشن اېجنسۍ وویل د سیک بېلتون غوښتونکو خلاف یې اقدامات سخت کړي دي. اېنجسۍ د هغو پینځو بېلتو غوښتونکو په اړه د معلوماتو په سر د یو مېلین روپو انعام اعلان کړو. په دغو کسانو د یو تن په اړه ګمان کېږي چې په پاکستان کې اوسېږي.

هندوستان په پاکستان الزام لګوي چې په کشمیر او پنجاب کې د باغیانو ملاتړ کوي خو اسلام اباد دا خبره ردوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00