شاته

فعالان: په بلوچستان کې دا میاشت د نهو بې درکه کسانو مړي موندل شوي دي

په بلوچستان کې د بې درکه کسانو د حقونو دپاره کارکوونکي تنظیم وایس فار بلوڅ مېسېنګ پرسنز ویلي دا میاشت د نهو داسې کسانو مړي موندل شوي دي چې مخکې بې درکه کړل شوي وو.

وایس فار بلوڅ مېسېنګ پرسنز دا هم وايي چې په صوبه کې د خلکو په جبري توګه د بې درکه کېدو، وژل کېدو او د دوی د مړو د موندل کېدو لړۍ تېزه شوې او په تېرو دوو اونیو کې د نهو داسې کسانو مړي موندل شوي دي چې په بدن یې د تشدد نخښې وې.

په موندل شویو مړو کې د فوټبال ۱۹ کلن لوبغاړی اعجاز بلوڅ هم دی چې امنیتي ادارو د اګست د میاشتی پر ۲۳مه له کوره وړې وو.

په نورو مړو کې امیر بخش زهري چې د سېپټبر په پینځمه بې درکه شوی وو، غلام فاروق زهري چې يو کال وړاندې لادرکه شوى و، له نورو سیمو څخه بیا د ذاکر د بسیمې او عطر بنګلزی د مستونګ هم شامل دى.

د واییس فار بلوڅ مېسېنګ پرسنز مشر ماما قدیر بلوڅ وايي

"دا وخت ډیره بګټی کې او د بلوچستان په نورو سیمو کې عملیات ډیر زيات دي، شپه او ورځ دوام لری، وايي چې موږ ترهګر وژلې دی، دا زموږ په فهرست کې دي خو دا ټول بې درکه شوې کسان دی"

صوبايي حکومت دغه تورونه رد کړي او وايي چې د بلوچستان په دریو ضلعو کې د ترهګری پېښې شوې او له همدې کبله به دوی هلته هرومرو عملیاتو کول، هرکله دوې له عملیاتو ورسته دغه ډول پراپګېنډا کوي.

بلوچستان کې د ترهګری د مخنیوی اداره سي ټي ډي د عملياتو په اړه ميډيا ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د اګست له ٢٩مې نېټې راهيسې په بېلابیلو سیمو کې د وسله والو خلاف عملیات کړې دي په دغو عملياتو کې ۲۱ کسان وژل شوي و امنیتي ادارو ته هم د مرګ ژوبله اوښتې.

د بشري حقوقو سازمان وايي چې د بې درکه کسانو د مړو د موندل کېدو دې عدالتي پلټنې وشي

په بلوچستان کې د انساني حقونو فعال او وکیل حبیب طاهر وايي،

" له دواړو لورو ادعاوې شوې دي ، هغه کسان چې بې درکه دي چې په دغو کاروایانو کې وژل کېږي بیا خو ډیره له خطر ډکه وضعه ده، غیرقانوني او د بشري حقوقو سرغړونه ده، دویم بیا چې اصل واقعات دی دوې چې ترهګر کنټرول کوي په مقابله کې وژل شوي دي باید دوې رسنیو ته و وايي چې دا د کومو سیمو خلک وو او په کوم جرم کې وژل شوي دي،چې حقایق راڅرګند شي."

د بې درکه خلکو لپاره حکومتي کمېشن وايي، چې له دوې سره 8381 قضيې ثبت شوې چې په کې 6163 له عدالتی پلټنو وروسته ختمې شوې دي او دا کمېشن هره ورځ د بې درکه شویو کسانو د قضیو اروېدنی کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00