شاته

د شام صدر په خپل ملک کې د خانه جنګۍ د شروع کېدو نه پس په لومړي ځل چین ته تللی دی

د شام صدر بشاالاسد په هېواد کې د جانه جنګۍ د شروع کېدو نه پس په لومړي ځل چین ته تللی دی.

د الاسد هرکلی د چین په مشرقي ښار هانګزو کې وشو . د 2004 نه پس چین ته د الاسد د وړمبي سفر هدف د مغربي ملکونو د پابندیو د لاندې د شام سفارتي تنهايي ختمول دي.

بشاالاسد د اېیرچاینا په هوايي جهاز په سختخه لړه کې چین ته ورسېدو او د چین سرکاري مطبوعاتو وویل دغه لړې د پراسراریت فضا نوره هم ژوره کړه چې اشاره یې دې خبرې ته وه چې په شام کې د خانه جنګۍ د شروع کېدو نه پس بشارالاسد د ملک نه بهر ډېر کم سفرونه کړي دي.

په کال 2011 کې شروع شوې د شام په خانه جنګۍ کې د پينځه لکه نه زیات کسان وژل شوي دي.

بشارالاسد به د جمعې په ورځ د چین صدر شي جېن پېنګ سره ملاقات کوي او د اتوار، یکشنبې، او ګل، دوشنبې، په ورځ به د نورو چینايي مامورینو سره ویني.

بشارالاسد به د خالي‌، شنبې، په ورځ د نورو غیرملکي مېلمنو ترڅنګ د اېشین ګیمز د لوبو مقابلو د پرانیستل کېدو په دستوره کې شرکت کوي.

په 2022 کې شام د چین په بېلټ اېڼد روډ اېنېشېټیو یا بي ار ايي کې شامل شو او د سږ کال د می په میاشت کې ورته د عرب ملکونو اتحاد عرب لیګ بېرته هرکلی ووېلو.

په داسې حال کې چې هېواد یې د مغربي ملکونو د بندیزونو له امله د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او د عرب لیګ سره د تعلقاتو بحالېدو یې هم لا څه ګټه نه لیدل کېږي، بشاالاسد مالي د مرستې په تکل کې دی.

بشاالاسد د دې مخکې په 2004 کې چین ته تللی و چې په کال 1956 کې د دواړو ملکونو د سفارتي تعلقاتو قایمېدو نه پس چین ته د شام د یو مشر ورمبۍ دوره وه.

چین د روس او د ایران په شان د شام د نورو ملاتړو ملکونو ترڅنګ دمشق سره سفارتي تعلقات برقرار ساتلي وو په داسې حال کې چې د بشارالاسد خلاف په 2011 کې د بغاوت ختمولو دپاره د حکومتي اقداماتو په سر نورو ملکونو شام یوازې کړی و.

چین ته د بشارالاسد دوره به څو ورځې دوام لري چې په شام کې خانه جنګۍ د شروع کېدو نه پس د هغه تر ټولو اوږد غیر ملکي سفر دی.

د امریکې ترڅنګ شام د امریکې، اسټرېلیا، کېنېډا او د یورپي ملکونو د پابندیو ښکار دی. چین او روس د ملګرو ملتونو په سېکيورټي کاونسل کې په شام د ګڼو ملکونو د پابندیو مخالفت کړی او ځکه دغه ډول پابندۍ په شام نه دي لګول شوي.

چین لږ تر لږه اته ځله په ملګرو ملتونو کې د بشارالاسد د حکومت د غندلو د قراردادونو خلاف ویټو استعمال کړی دی.

په 2008 او په 2009 کې د چین دریو کمپنو په شام کې د دریو بېلین ډالرو مالیت د سرمایه کارۍ معاهد لاس لیک کړه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00