شاته

انوارالحق کاکړ په واشنګټن کې: پاکستان یو آزاد هېواد دی او خپلې تګلارې به د هېواد د ګټو مطابق جوړوي

د پاکستان موقتي وزیراعظم انوارالحق کاکړ، چې د امریکې په سفر دی، د زیارت/پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د کونسل آن فارن ریلېشنز (سي اېف ار) په نوم څېړنیز مرکز ته ولاړ او هلته یې د پاکستان او امریکا په اړیکو، په پاکستان کې زیاتیدونکي ترهګرۍ، او په هیواد کې د راتلونکو ټاکنو، اقتصادي چېلنجونو او نورو مهمو ستونزو په اړه خبرې او د پوښتنو ځوابونه ورکړل.

د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د زیاتیدونکې ترهګرۍ په اړه د پاکستان نګران وزیراعظم په خپله وینا کې وویل چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) او داعش (آی اېس) د پاکستان لویه اندېښنه ده.

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجودګۍ او په روانه ترهګرۍ کې راتلونکو ټاکنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي کاکړ وویل چې د پاکستان او افغانستان په پوله د ترهګرو موجودګي یوه پېچلې موضوع ده او پاکستان کوښښ کوي چې د ترهګرۍ د ستونزې کوم حل راوباسي.

د افغانستان په اړه د پاکستان موقتي وزیراعظم وویل، په افغانستان کې ثبات د پاکستان خواهش دی، او زیاته کړې یې ده چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په مخنیوي کې د افغانستان (واکمنو طالبانو) رول مهم دی او په کار ده دوی (افغان طالبان) په دغه لړ کې باوري ګامونه واخلي. نوموړي په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې په عسکرو او عام اولس ورځ تر بله زیاتیدونکو بریدونو په اړه وویل، دغه خطر ټوله سیمه کې خپریدی شي.

د انتخاباتو مسئله:

د پاکستان موقتي وزیراعظم د کونسل آن فارن رېلېشنز په څېړنیز مرکز کې د پاکستان د آینده انتخاباتو په اړه هم خبرې وکړې.

هغه وویل چې راتلونکې ټاکنې یې د حکومت مهم هدف دی.

وزیراعظم کاکړ د انتخاباتو او عمران خان په اړه یوې پوښتنې ته یې په ځواب کې وویل، د پاکستان انتخابي کمېشن ازاده اداره ده او د انتخاباتو ترسره کول د کمېشن کار دی. د هغه په وینا، حکومت به یې د انتخاباتو په ترسره کولو کې د الیکشن کمېشن پوره ملاتړ کوي.

د امریکا سره تعلقات:

انوار الحق کاکړ په خپله وینا کې د امریکا او پاکستان اړیکې مهمې وبللې او زیاته یې کړه چې دواړه هیوادونه د ترهګرۍ په شمول ګڼ شریک چېلنجونه لري او د امریکا سره د پاکستان اړیکو ته د بل کوم هیواد د نظره ونه کتل شي. نوموړ‌ي زیاته کړه چې د امریکا او پاکستان اړیکې په دوه اړخیزه ګټو او احترام ولاړې دي.

ښاغلي کاکړ خپلو خبرو کې دا هم وویل چې دا مهال په پاکستان کې ۸۰ امریکايي کاروباري شرکتونه کارکوي او سږ کال امریکا ته د پاکستاني مالونو د لږلو کچه د ۸.۴ بېلینه ډالرو نه پورته شوې. نوموړي ویلي حکومت یې هڅه کوي چې د کاروبار دغه کچه نوره هم سېوا کړي.

په سي اېف ار کې د وینا په وخت د پاکستان نګران وزیراعظم د چین او پاکستان په اړیکو، د هندوستان سره اړیکو او د هیواد کورني چېلنجونو باندې هم وغږېد.

د امریکا او چین دواړو سره د پاکستان د اړیکو په اړه ښاغلي کاکړ وویل چې پاکستان یو ازاد هیواد دی او د خپل اقتصاد او امنیت په اړه چې کومه تګلاره جوړوي هغه به د هیواد د ګټو په اساس جوړوي.

انوار الحق کاکړ په واشنګټن کې دغه خبرې په داسې مهال کړي چې امریکا او د بشري حقونو نړیوالې ادارې په پاکستان کې د بشري حقونو په سرغړونو، په مذهبي لږکیو ورځ تر بله زیاتیدونکي بریدونو، او جمهوري نظام پوښتنې راپورته کړي او پاکستان کې یې د سوچه انتخاباتو غوښتنې کړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00