شاته

رپورټ: محمد بن سلمان وايي که ایران اېټمي وسله ترلاسه کړه نو سعودي عرب به یې هم ولري

سعودي ولي عهد محمد بن سلمان فاکس نيوز ته په يوه مرکه کې ويلي چې که ايران جوهري وسلې جوړې کړې نو سعودي عرب به هم جوهري وسلې تر لاسه کړي.

د محمد بن سلمان د مرکې تفصیل نيويارک پوسټ خپور کړی. سعودي ولي عهد د خپل تاريخي رقيب ايران په امکاني هڅو انديښنه څرګنده کړه.

د يوې پوښتنې په ځواب کې سعودي ولي عهد وويل “مونږ د هر يو هېواد په ايټمي وسلو ترلاسه کولو انديښمن يو. دا يو بد کار دی. تاته دايټمي وسلې د ترلاسه کولو هيڅ حاجت نشته ځکه که ته يې ولرې هم خو ته يې کارولی نه شې”.

محمد بن سلمان زياته کړه که چېرې ايران جوهري وسلې ولري او د استعمال پرېکړه یې هم وکړي نو ايران به ځان ډېر زر د نړۍ سره په جنګ کې وويني.

هغه وويل “نړۍ يوه بله هيروشيما نه شي ليدلی. که چېرې نړۍ سل زره خلک مړه وويني نو د دې مطلب دا شو چې ته د نورې پاتې نړۍسره په جنګ يې”.

د دې باوجود چې محمد بن سلمان د ايټمي وسلو جوړول يو بې کاره کوښښ بلي خو ورسره دا خبرداری هم کوي چې هېواد به يې دغه تباه کونکې وسله جوړول اړين وګڼي که چېرې ايران يې واخلي او یا جوړې کړي.

هغه وويل “که هغوی يې ولري، مونږ به يې ولرو. دا زمونږ د امنيت له وجې ده او په منځني ختيځ کې د طاقت د توازن د پاره ده. خو مونږ نه غواړو چې داسې څه ووينو”.

د رياض او تهران تعلقات په مارچ کې د چين په کوښښونو لږ ښه شول او دواړو هېوادونو سفارتي اړيکې بيا بحال کړي دي.

محمد بن سلمان وويل “مونږ د چين انتخاب نه و کړی بلکې چين انتخاب کړه چې منځګړتيا وکړي او دغه وشوله”.

د چين دې کوښښ ته ځينو څېړونکو د بيجينګ په نړيواله کچه په اثر رسوخ کې د زياتېدو نوم ورکړو او دا يې د صدر جو بايډن د حکومت کمزوری کېدونکی ساخت وبللو.

د ایران او سعودي ترمنځ د منځګړیتوب د چين د کوښښ په غبرګون کې صدر بايډن هڅې پيل کړې چې د سعودي عرب او اسرايل ترمنځ يوه داسې لوظنامه وکړي چې د منځني ختيځ د دې دواړو هېوادونو تعلقات په کې ښه شي.

بايډن د کال 2020 په انتخابي کمپين کې سعودي عرب ته د خبريال جمال خاشوګجي د وژنې په سر دړکه ورکړې وه چې سعودي به ددې قيمت پرې کوي او دا به ورله يوه ويرونکې پېښه جوړه شي.

محمد بن سلمان وويل سعودي عرب د اسرايل سره د ښه دوو اړخيزو تعلقاتو جوړولو پله نزدې شوی. هغه د خبرو اترو په اړه وايي “هرهورځ مونږ يو بل ته نزدې کيږو او دا په وړومبي ځل ريښتونی او سنجيده ګام ښکاري. زمونږ د پاره د فلسطين مسله ډېره مهمه ده او د هرې لوظنامې مهمه به دا وي چې فلسطينيانو ته رعايتونه ورکړل شي”.

بن سلمان وايي “مونږ له پکار دي چې دا حل کړو او تر اوسه پورې مونږ ښه بحثونه لرو. مونږ به ګورو چې کم پلو روان يو. مونږ هيله کوو چېيو داسې ځای ته ورسو چرته چې د فلسطينيانو ژوند په ارام شي او اسرايل په منځني ختيځ کې يو لوبغاړی پاتې شي”.

د خاشقجي د قتل چې په ترکي کې د سعودي په قونصليټ کې وژل شوی او سي ايي ای يې تور په محمد بن سلمان لګولی و په اړه يوې پوښتنې ته محمد بن سلمان وويل “څوک چې يې په مرک کې ککړ وو هغه په جيل کې سزا تېروي او بايد چې قانون ورسره وشي”.

یادونه: د دې خبر معلومات د نيويارک پوسټ او د فاکس نيوز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00