شاته

چین ګانګ د چین د بهرنیو چارو د وزارت له څوکۍ ګوښه شو

د چين حکومت، چین ګانګ له اوو مياشتو خدمت کولو وروسته د بهرنيو چارو د وزارت له مقام څخه ليرې کړ او وانګ يي چې له چین ګانګ وړاندې د بهرنیو چارو وزیر وو، بیرته په دغه دنده وګومارل شو.

د چین رسنیو د سه شنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري درېيمه) په دې اړه د حکومت اعلاميه خپره کړه، خو د چین د ليرې کېدو لامل يې نه دی ښودلی. دا هم نه دي ویل شوي چې نوموړی به د بهرنیو چارو د وزارت له مقام څخه له لیرې کیدو وروسته د چین په کمونست ګوند کې څه رول ولري.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا ویلي چې د دغه هېواد ولسي جرګې د چین د لیرې کولو او د هغه پر ځای د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د وانګ یي ټاکلو ته رایه ورکړه. دغې رسنۍ د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې ولسمشر شي جينپينګ د دې پرېکړې په اړه حکم صادر کړی دی.

چین ګانګ د جون په ۲۵ په بیجینګ کې د روسیې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اندري روډینکو سره له ملاقات وروسته په رسنیو کې نه دی لیدل شوی.

د سویل ختیځې آسیا هیوادونو (ASEAN) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د چین ګانګ نشتوالي، د هغه په اړه پوښتنې راپورته کړې، که څه هم چینایي چارواکو په پیل کې د هغه د نه شتون لامل روغتیایی ستونزې وښودلې.

ځینې ادعا کوي چې نوموړی د تلویزیون د یوې مشهورې څېرې سره د اړیکو لرلو له کبله تر رسمي تحقیقاتو لاندې و.

په تېره مياشت کې د چين د بهرنيو چارو وزارت زياتره کارونه د وانګ يي لخوا ترسره شوي دي. وانګ په تېر دسمبر کې د بهرنيو چارو د وزارت څوکۍ چین ګانګ ته وسپارله.

دغه راز په تېره مياشت کې چين ته د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشر جوزيپ بوريل او همدارنګه د بريتانيا د بهرنيو چارو د وزير جيمز کليورلي سفرونه ځنډول شوي وو.

اوه پنځوس کلن چین ګانګ د چین د ولسمشر شي جينپينګ له نژدې او باوري کسانو څخه ګڼل کېده. د شي باور د دې لامل شو چې هغه لومړی په امريکا کې د چين د سفير په توګه او وروسته د چين د تر ټولو لوړپوړی دپلومات په توګه وګومارل شي.