شاته

سومالیه کې د الشباب وسله والو په ځانمرګي برید کې ۲۰ سرتیري وژل شوي

په سومالیې کې چارواکي وایي په یو ځانمرګي برید کې چې د الشباب یو وسله وال د دې هیواد په پایتخت موګادیشو کې په یو نظامي کمپ کې وکړ، لږ تر لږه ۲۰ سرتیري وژل شویدي.

چاودنه دوشنبه جولای ۲۴ (زمري۲) د جلال صیاد په نظامي اکاډمۍ کې شوې او د القاعده شبکې پورې تړلې د الشباب ډلې یې د کولو ادعا کړې.

د سومالیې د پارلمان یو غړي ابراهیم معلمو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په چاودنې کې ښایي تر شلو ډیر کسان وژل شوي وي.


ښاغلي معلمو په پیښه خفګان ښودلی او ویلي یې دي، "وژل شوي کسان عادي ځوانان نه بلکې سرتیري و چې د ترهګرو څخه د هیواد دفاع لپاره دریدلي و".

د پارلمان یو بل غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي چې په برید کې ۲۷ تنه وژل شوي او نږدې ۶۰ نور ټپيان دي.
عیني شاهدانو ویلي ځانمرګی برید کوونکی یوازې یو تن و او داسې مهال دې نظامي اکاډمۍ ته ننوت او په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد یې وچول چې د ۱۴مې پیاده لوا سرتیرو ورځني تمرینات پیل کول.
د محمد حسن په نامه د سومالیې د پوځ یو غړی چې د چاودنې پر مهال په نظامي کمپ کې و وایي چې دا یوه ناوړه پیښه وه او په پیښه کې د وژل شویو او مړو شویو کسانو په هکله یې د معلوماتو راټولولو لپاره پلټنې پیل شویدي.

تر اوسه نده څرګنده چې دا "ترهګر" څنګه دې نظامي اکاډمي ته ننوت ځکه چې د اکاډمۍ چار چاپیر ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي.


د سومالیې د پارلمان مشر عبدالحی عمر ابشیرو په پیښه خفګان ښودلی او ملي غمیزه یې بللې.
الشباب چې د القاعده شبکې سره تړلې ده د ۲۰۰۷ کال راپدیخوا یې د بهرنیانو د ملاتړ څخه د برخمن حکومت د پرځولو لپاره وسله وال بغاوت پیل کړی.

سره لدې چې دا ډله په ۲۰۱۱ کال کې د پایتخت موګادیشو څخه شړل شوې خو لا هم د دې هیواد په نورو برخو کې د وژونکي قوې په توګه فعاله ده.
د الشباب وسله واله ډله چې ځان د القاعده شبکې پورې تړلې بولي، د څه باندې پنځلسو کالونو راپدیخوا د سومالیا د حکومتي او پدې هېواد کې د افریقايي ټولنې د میشتو سوله ساتونکو ځواکونو سره په جګړو اخته دي. دې وسله والو نه یوازې دننه په سومالیا بلکې په کینیا کې هم ترهګریز بریدونه کړي.

د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې دا وسله واله ډله په سومالیا کې د پنځو نه تر ۱۰ زرو پورې غړي لري او غواړي چې پدې هیواد کې افراطي اسلامي نظام نافذ کړي.

د افریقایي اتحادیې سوله ساتي ځواکونه وخت ناوخته په سومالیې کې د دې ډلې په مرکزونو هوایي بریدونه کوي او د مهار کولو کوښښ یې کوي.

د سوله ساتونکو ځواکونو تر څنګ متحده ایالاتو هم پدې تیرو څو کالونو کې څو ځله په سومالیا کې د دې هیواد د پوځ او حکومت په ملاتړ د الشباب د وسله والو ډلو په مرکزونو هوایي بمبارۍ کړیدي.

متحده ایالاتو د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په حکومت کې د سومالیا څخه خپلی ډیری سرتیري وایستل خو اوسنیي جمهور رئیس جو بایډن د همدې روان ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې یو ځل بیا د دفاع وزرات یا پنټاګان په غوښتنې سومالیې ته د امریکایي ځواکونو د شمیر ډیروالی منظور کړ.

ښاغلي بایډن په سومالیې کې میشتو امریکايي ځواکونو ته دا صلاحیت هم ورکړ چې د الشباب په وسله والو هوایي بریدونه کولی شي. تر دې وړاندې امریکایي ځواکونو یوازې په هغه صورت کې هوایي بریدونه کول کله چې ملګري ځواکونو د کوم ژر پیښیدونکي خطر سره مخ و.

په سومالیا کې د متحده ایالاتو د ځواکونو کره شمیره نده معلومه خو ویل کیږي چې د ۵۰۰ په شاوخوا کې به وي چې د هغه هیواد پوځ روزي، سلا مشورې ورته ورکوي او په هوایي عملیاتو کې ورسره مرسته کوي.