شاته

د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان د پاکستان د پوځ د مشر سره کتلي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) په یو خبرپاڼه کې دغه هیواد ته د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي ځواکونو د قومندان جنرال میکل ایرک کورییلا د سفر او د پاکستان د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر سره د کتنې خبر ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د دوشنبې په ورځ جولای ۲۴( زمري دوییم) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه کتنه کې دواړوپوځي چارواکو د علاقې وړمسایلو سربیره د سیمې د امنیتي وضعیت او د دواړو هیوادونو ترمنځ امنیتي همکاریو په مسلو خبرې شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي:" دواړو چارواکو په ټولو برخو کې د دواړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه د خپلو لیوالتیاوو یادونه وکړه".

په دې خبرپاڼه کې ویلي شوي، چې په دې کتنه کې جنرال میکل ایرک کورییلا د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان د بریالیتونو او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګیدو په برخه کې د دغه هیواد د بریالتیوبونو ستاینه کړې ده.

دغه امریکايي جنرال په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی، چې په دې وروستیو میاشتو کې ددغه هیواد په امنیتي ځواکونو باندې د وسله والو ډلو بریدونه زیات شوي دي.

د رپوټونو له مخې اوس مهال د امریکا متحده ایالاتو پوځ د پاکستان د ځینو پوځي اډو څخه افغانستان کې د څارنې لپاره د خپلو ډرون الوتکوالوتکو څخه کار اخلي. پاکستان دا رپوټونه په رسمي ډول نه دي تائید کړي، خو طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ادعاکړې، چې امریکايي ډرون الوتکې له پاکستان څخه د افغانستان فضا ته داخلیږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر اساس په روان کال کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي له کبله شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې د امنیتي ځواکونو منسوبین دي. نږدې دوه اونۍ وړاندې د جولای په ۱۲ د بلوچستان ایالات د ژوب په سیمه کې په یو برید کې د پاکستان د پوځ ۱۲ سرتېري وژل شوي و.

د پاکستان پوځ د جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) په یو بیان کې ویلي: "دا ډول بریدونه د زغملو نه دي او د پاکستان امنیتي ځواکونو له خوا به موثر ځواب ورکړل شي"

د پاکستان د پوځ په بیان کې ویل شوي: "پاکستان کې په تروریستي اقداماتو کې د افغانانو لاسوهنه بله مهمه اندیښنه ده، چې باید حل شي".

پاکستاني چارواکي وايي، داسې شواهد یې ترلاسه کړي، چې دا ښيي، چې د افغانستان د طالبانو وسله وال د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو سره یوځای شوي دي.

تیره اونۍ افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف دراني د طالبانو د حکومت د چارواکو سره په دې مسلو د خبرو لپاره کابل ته سفر کړی و.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر دفتر جولای ۲۰(چنګاښ ۲۹) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې مولوي عبدالکبیر د ښاغلي دراني سره په کتنه کې هغه ته یو ځل بیا د هیڅ کوم هیواد پرخلاف د افغانستان د خاورې د نه استعمالولو ډاډ ورکړی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "مونږ د پاکستان امنیت د ځان په ګټه او په پاکستان کې ناامني د ځان په زیان بولو او د یو مسلمان ګاونډي په توګه په پاکستان کې جګړه او ناامني نه غواړو، نو هیچاته اجازه نه ورکوو چې زمونږ خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي".

ددې اعلامیې له مخې مولوي عبدالکبیر اصف دراني ته ویلي، چې د داسې هیواد په توګه چې د جګړو ترخې تجربې لیدلي پاکستان ته مشوره ورکوي، چې د جګړو پر ځای سولې ته ترجیح ورکړي.

تراوسه ښاغلي دراني افغانستان ته د خپل سفر د پایلو په اړه رسنیو سره خبرې نه دي کړي.