شاته

یو پاکستاني الاصله بریتانوی مذهبي مشر لندن کې د ترهګرۍ په تور نیول شوی

د بریتانیا د پایتخت لندن ښار پولیسو د دوشنبې په ورځ جولای ۲۴ (زمري دوهمه) وویل چې پاکستاني الاصله بریتانوی مذهبي مشر انجم چوهدري یې د ترهګرۍ په تور نیولی دی.

د پولیسو مقاماتو وویل چې ۵۶ کلن انجم چوهدري د یو منع شوي سازمان سره د تړاو، ملاتړ جلبولو او یو ترهګر سازمان ته د لارښوونو کولو له دریو تورونو سره مخامخ دی.

د لندن پولیسو د خالد حسین په نوم یو ۲۸ کلن کاناډایي هم د یو منع شوي سازمان د غړیتوب په تور نیولی دی.

د پولیسو په وینا، د تروریزم ضد افسران د تیرې دوشنبې په ورځ د دواړو تورنو کسانو له نیولو وروسته اوس "په یو منع شوي سازمان کې د دواړو کسانو د ممکنه غړیتوب په اړه پلټنې کوي."

انجم چوهدري د لندن ښار په ختیځ او خالد حسین دغه ښار ته څېرمه د هیترو نړیوال هوايي ډګر ته په یو پرواز کې له رارسېدو سم وروسته نیول شوي دي.

ټاکل شوې ده چې دواړه تورن کسان د دوشنبې په ورځ ناوخته په مرکزي لندن کې د ویسټ منسټر مجسټریټ محکمې ته حاضر شي.