شاته

د ملګرو ملتونو قومنداني د نیول شوي امریکايي سرتېري په اړه شمالي کوریا سره خبرې کوي

د ملګرو ملتونو د قومندانۍ مرستیال د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۲۴ (زمری دوهمه) وویل،‌ چې د هغه امریکایي سرتېري په اړه یې له شمالي کوریا سره خبرې پيل کړې،‌ چې تېره اوونۍ هغه هېواد ته اوښتی دی.

جنرال اندیو هاریسن وویل چې دا خبرې د هغه تړون په اساس پیل شوې دي، چې په ۱۹۵۰-۵۳ کالونو کې د کوریا جګړه یې ختمه کړه.

نوموړي وویل چې د امریکایي سرتېري پرایویټ ټراویس کېنګ د صحت په اړه اندېښنه لري، خو د خبرو حساسیت ته په کتو یې له ډېر څه ویلو ډډه وکړه.

شمالي کوریا د دغه امریکايي سرتېري په اړه لا په ښکار څه نه دي ویلي.

کینګ تېره اوونۍ د تکزاس په ایالت کې د فورټ بیلس پوځي مرکز ته په لار له سرحد اوښتی و.

امریکایي مقامات د دغه سرتېري د روغتیا په اړه اندېښنه لري او وایي چې شمالي کوریا د هغه په اړه د معلوماتو ورکولو غوښتنه له پامه غورځوي.

کارپوهان په دې باور دي چې شمالي کوریا ښايي څو اوونۍ یا څو میاشتې وروسته د هغه په اړه معلومات ورکړي او له دې پلوه په امریکا باندې فشار راوړي.
ځینې په دې باور هم دي چې ممکن د دغه سرتېري د خلاصولو لپاره شمالي کوریا په امریکا باندې فشار راوړي چې جنوبي کوریا سره پوځي رابطه پرې کړه.