شاته

یونیسف: پنځه میاشتو کې په خوراځواکۍ اخته د ۲۷۳ زرو ماشومانو درملنه شوې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "يو نیسف" وايي، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو پنځه میاشتو کې یې په افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ۲۷۳ زره ماشومانو سره د درملنې په برخه کې مرسته کړې ده.

یونسیف د پنجشنبې د ورځې ناوخته جولای ۱۳ ( چنګاښ ۲۲) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دغې ادارې یوازې د مۍ په میاشتې کې ۶۰ زره ماشومانو ته د درملنې امکاناتو د برابرولو په برخه مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په خوارخواکۍ د اخته ماشومانو ته د درملنې په برخه کې د مرستې د چمتو کولو په اړه دا شمیرې په داسې حال کې خپرې کړي، چې د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایچ او" په افغانستان کې د روغتیا په سکټور باندې د مرستو د اغیزو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

"ډبلیو ایچ او" د روان ۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې په راپور کې، چې تازه یې خپور کړی ویلي چې د مرستو بندیدل به د ناروغانو ترمنځ د مړینو کچه لوړه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: "د بودیجې کمبود روغتیايي خدمتونو باندې اغیز کوي او د نورو روغتیايي مرکزونو د بندیدو او په هیواد کې اساسي روغتونونو ته د ملاتړ د کمیدو سبب ګرځي. دا به د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو جدي اغیز ولري او د ناروغانو ترمنځ به د مړینې د کچې د زیاتیدو احتمالات زیات کړي".

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې دغه سازمان اوس مهال د خپلو همکارو موسسو له لارې په افغانستان کې ۱۰۱۸ روغتیايي مرکزونو ته ملاتړ برابروي.

دغه سازمان ویلي، چې په ۳۴ ولایتونو کې یې د ۶۹ روغتیايي مرکزونو له لارې ۱.۴۶ میلیونو کسانو ته د روغتیايي خدمتونو د برابرولو په برخه کې مرسته کړې ده.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د روان کال د جون د میاشتې په راپور کې ویلي، چې د بودیجې کمبود په افغانستان کې میلیونو وګړو ته د روغتیا، تغذیه،پوهنې او د څښلو د پاکو اوبو په برخه کې د ملګروملتونو په پروګرامونو باندې اغیز کړی دی.

"اوچا" ویلي، چې د بودیجې د کمبود له امله د افغانستان په څلورو ختیځو ولایتونو کې د ۲۵ ګرځنده روغتیايي او د تغذیې ټیمونو فعالیت بند شوی دی. دغې ادارې ویلي، چې دغو ټیمونو شاوخوا سل زرو کسانو ته روغتیايي خدمتونو په چمتو کولو کې مرسته رسوله.

همداشان د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" په دې راپور کې ویلي، چې د بودیجې د کمیدو وروسته ۱.۴ میلیونه امیدواره میندې او نوي زیږیدلي ماشومان به مرستې ترلاسه نه کړی شي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې د بودیجې اندازه په همدې روان حالت پاتې شي نو د اټکل له مخې به ۷.۶ میلیونو وګړو ته د روغتیا په برخو کې لازمې مرستې برابرې نشي کړي.

" اوچا" ویلي، چې اوس مهال د بودیجې کچه د ملګرو ملتونو د موسسو د اړتیاو د څلورو برخو څخه له یوې برخې هم کمه ده.

ملګرو ملتونو او د بشري مرستو رسوونکو ادارو په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره د مرستو د بودیجې طرحه بدله کړې او له ۴.۶ میلیارد ډالرو څخه ۳.۲ میلیاردو ته راکمه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" جون پنځمه (جوزا ۱۵) په یوې اعلامیې کې ویلي و، چې د بودیجې په طرحه کې د تغیر یو علت په نړیوالو سازمانونو کې د ښځو په کار باندې د طالبانو د حکومت له خوا لګول شوي بندیزونه دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو او نورو غیر دولتي سازمونونو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی. د بشري مرستو ادارو خبرداری ورکړی و چې د طالبانو دا ډول بندیزونه به د افغانستان سره په مرستو باندې ناوړه اغیز ولري.