شاته

بشري حقونو څار: بنګله دېش د روهینګیايي کډوالو په حفاظت کې ناکام شوی

د بشري حقونو څار په خپل تازه راپور کې ویلي چې د بنګله دېش حکومت د وسله والو او جنايي ډلو له بریدونو او تاوتریخوالي څخه د روهینګیايي کډوالو په ساتلو کې پاتې راغلی دی.

د بشري حقونو څار وايي چې د بنګله دېش مقاماتو د راپورونو په اساس وسله والو ډلو تېرکال په کمپونو کې ۴۰ روهینګیايي کډوال وژلي او د روان کال په لومړۍ برخه کې هم ۴۸ کډوال وژل شوي دي. خو روهینګیايي کډوال وايي‌ چې د وژل شویو کسانو شمېر تر دې زیات دی.

د بشري حقونو څار د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۳ (سرطان۲۲) په خپل راپور کې وویل چې پولیسو، قانون او طبي خدمتونو ته د رسېدو لپاره د روهینګیايي کډوالو‌ په مخکې لوی خنډونه پراته دي.

د بشري حقونو څار ډله وايي چې د روهینګیايي کډوالو په خلاف یې د تاوتریخوالي ۲۶ پېښې ثبتې کړې چې په کې وژنې، اختطاف، شکنجه، جنسي تېری، جنسي ځورونه او جبري ودونه شامل دي او د پولیسو او طبي راپورونه یې هم تائیدوي. وايي د دغه راپور لپاره یې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او اپریل په میاشتو کې له ۴۵ روهینګیايي کډوالو سره مرکې کړې دي.

د بشري حقونو څار د اسیا د برخې مرستیال مشره میناکشي ګنګولي وايي: « د روهینګیايي کډوالو د حفاظت په اړه د بنګله دېش د صدراعظمې شیخ حسیني ژمنه د وسله والو ډلو او بې تفاوته عدلي سیستم له لوري له ګواښ سره مخامخ ده.» هغې وویل چې قصدآ خپل هېواد ته د روهینګیايي کډوالو ستنول، د دغو کډوالو د حفاظت په اړه مقامات له مسئولیت څخه نه خلاصوي.

یو شمېر روهینګیایانو ویلي دي چې ځینو وسله والو ډلو جنسي تېري کړي، په زوره یې ودونه کړي او ماشومان یې ګمارلي دي. د دې ترڅنګ یو شمېر نور کډوال د پېسو لپاره تښتول شوي،‌ ګواښل شوي‌ او شکنجه شوي‌دي. کډوالو په کمپونو کې حالت کې ډاروونکی او وحشي بللی دی. یو کډوال د بشري حقونو څار ډلې ته ویلي‌دي:‌«هره شپه ډزې اورو. کله چې ډزې شروع کېږي، موږ یو بل په غېږ کې نیسو او ویره مو دا وي‌ چې نن به زموږ نوبت وي.»

قربانیان د «روهینګیا اراکان نجات ځواک»، د «روهینګیا د پیوستون سازمان»، «مونا ګنګ»، «اسلامي‌محاذ» او ځینو نورو ډلو نومونه اخلي چې په دغو پېښو کې دخېلې بلل کېږي. د راپور په اساس، د بنګله دېش د دفاع وزارت ویلي‌ دي چې لږ تر لږه ۱۱ وسله والې ډلې د کډوالو په کمپونو کې فعالې دي.

د یوې خیریه ادارې یو رضاکار ویلي‌ دي: «په رڼا ورځ د پولیسو کمپ ته نژدې ډېر قتلونه شوي. هغوی د ډزو له اورېدو وروسته هم کوم اقدام نکوي. پولیس د قتل او خشونت په تور بې ګناه خلک نیسي. اصلي خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې همدا کارونه بیا وکړی.» راپور وايي چې یوازې د دریو قضیو په تړاو ځینې خلک نیول شوي دي.

راپور وايي چې د بنګله دېش مقامات ادعا کوي چې میانمار ته د دغو کډوالو بېرته ستنول د کډوالو د حفاظت مصونه لاره ده، خو د بشري حقونو څار وايي‌ چې د بېرته ستنېدو لپاره مصون،‌ باثباته او عزتمن شرایط نه دي برابر.

په راپور کې ویل شوي‌دي د بنګله دېش حکومت باید د ملګرو ملتونو او نورو اړوندو ادارو سره په مشورې په کمپونو کې بشري حقونو ته د درناوي امنیتي پالیسي ایجاد او تطبیق کړي. په راپور کې همدغه راز ویل شوي چې مقامات باید د جنايي پېښو د راپور ورکولو او د شکایتونو د څېړنو په اړه د لاسرسي وړ سیستمونه ایجاد کړي.

سلګونه زره روهینګیايي مسلمانان له هغه وروسته بنګله دېش ته کډوال شول چې څو کاله مخکې د میانمار پوځ،‌ د ترهګرۍ ضد په نامه په مسلمان مېشتې سيمې راخین کې عملیات پیل وکړل. د بشري حقونو سازمانونه وايي چې په دغو عملیاتو کې ډېر بې ګناه خلک وژل شوي او دا یو «ډول نسل وژنه» بلل شوې ده.

خو د میانمار پوځ وايي چې دوی په سیمه کې د هغو ډلو خلاف عملیات کړي،‌ چې پر دوی یې بریدونه کول. بنګله دېش ویلي وو چې دوی د ټولو کډوالو د ساتلو ظرفیت او توان نلري او په دې برخه کې یې د نړیوالو څخه د مرستو غوښتنه کړې وه.