شاته

 هند له فرانسې څخه جنګي الوتکې او اوبتلونه پیري

هند د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۳ (سرطان ۲۲ ) اعلان وکړ چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت به له فرانسې څخه جنګي جټ الوتکې او اوبتلونه وپيري.

دا اعلان داسې مهال شوی چې د هند صدراعظم نرېندار مودي د دوو ورځو لپاره فرانسې ته رسېدلی او هلته به د هغه هېواد د « ملي ورځ» په مراسمو کې ویاړلی میلمه وي.

د هند د دفاع وزارت ویلي دي‌ چې هند غواړي فرانسې ته د رافایل په نامه د ۲۴ جنګي الوتکو او د سکارپیني-کلاس په نوم د شپږو اوبتلونو فرمایش ورکړي.

د دغو الوتکو او اوبتلونو قیمتونه او د اخیستلو شرایط واضح شوي نه دي او د دواړو هېوادونو چارواکي به پرې کار کوي.

هند د فرانسې د وسلو ستر پېرودونکی بلل کېږي. نرېندرا مودي په ۲۰۱۵ کال کې فرانسې ته دخپل سفر په مهال د رافایل د ۳۶ جنګي الوتکو د اخیستلو اعلان کړی و، چې هغه وخت یې ارزښت شاوخوا څلور میلیارد یوور اټکل شوی و.

ټاکل شوې چې د رافایل ځینې الوتکې به د جمعې په ورځ په داسې حال کې د فرانسې د «باسټیل ورځ» په مناسبت په نظامي پریډ کې پروازونه وکړي،‌ چې مودي به د ویاړلي میلمه په توګه د هغه هېواد د ولسمشر ایمانویل مکرون تر څنګ ناست وي.

مودي د پنجشنبې په ماښام په فرانسې کې د هندیانو یوې غونډې ته وویل: «دا نژدیوالی یوازې د دوو هېوادونو په مشرانو پورې محدود نه دی. په حقیقت کې دا د هند او فرانسې ترمنځ د یو نا متزلزلې ملګرتیا انعکاس دی.»

د فرانس پرس د راپور په اساس، ایمانویل میکرون د خپل هېواد پوځي‌ مشرانو ته ویلي‌ دي چې خوشحال دی «زموږ په پرید کې هند ته د ویاړلي میلمه په توګه ښه راغلاست » ووايي.

میکرون ویلي‌ دي: «دا [هند] د نړۍ د تاریخ یوه لویه برخه ده چې زموږ د اینده لپاره به پرېکنده رول لوبوي. دا همدغه راز یو ستراتیژیک شریک او ملګری هم دی.»

سره له دې چې د اوکراین په جګړې کې د نظر اختلافات شته او په هند کې د بشري حقونو په اړه نظرونه جلا دي، خو د لویدیځ دموکراسۍ هند ته په اسیا کې د چین په وړاندې د یو معادل قوت په سترګه ګوري.

په فرانسې کې د مودي د ښه راغلاست لپاره سرې غالۍ غوړول شوې وې. تر دې څو ورځې مخکې په واشنګټن ډي سي کې په سپینې ماڼۍ کې هم نرېندرا مودي ته ویاړلی هرکلی وویل شو.